The news is by your side.

غني: که طالبان شرطونه لري، زمونږ شرط هم دادی چې دوی کله له پاکستانه وځي

خبریال ډاټ کام: ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته د سفر په لړکې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل که، چېرې طالبان د سولې لپاره شرطونه لري، نو زمونږ شرطونه هم دادي چې دوی کله له پاکستانه وځي او د نشه یی توکو له کاروباره او قاچاق لاس اخلي؟

ولسمشر محمد اشرف غنی د وینا پر مهال وروسته له هغې خپل دریځ روښانه کړ چې وسله والو طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو وړاندې افغان حکومت ته خپل هغه شرطونه کېښود چې امریکا سره یې په هوکړه لیک کې منلي دي چې ګواکې پنځه زره طالب مشران دې حکومت له زندانه خوشې کړي، خو افغان حکومت ته دا غوښتنه د منلو وړ نه ده او وایی، چې دا ناممکنه ده.

په همدې حال کې طالب مشرانو تېره شپه خپلو جنګیالیو ته امر کړی دی چې د امریکا سره د شوې هوکړې له مخې دې په امریکایي ځواکونو بریدونه نه کوي، خو له افغان ځواکونو سره دې جګړه نوره هم چټکه کړي.

د سولې په پروسه کې د جنجالونو پر مهال نن ولسمشر غني له پلازمېنې کابل څخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د سفر پر مهال یې د دې ولایت د امنیتي ادارو ترڅنګ له قومي مشرانو، مېرمنو، ځوانانو سره هم پر یوې ولسي غونډه کې ګډون کړی چې پکې د ننګرهار د امنیت او پرمختګونو ترڅنک یې د سولې پروسې په اړه هم خبرې وکړې.

ولسمشر غني خوښي وښوده چې په ننګرهار ولایت کې افغان ځواکونو په ډیر کم وخت کې داعش وسله وال مات کړل او شاوخوا د ۱۷ ولسوالیو خلک یې په امن کې کړل.

ولسمشر غني د ننګرهاریانو سره پر دغې غونډه کې هم ګڼې ژمنې وکړې او وعده یې وکړه چې ډیر ژر به یې پر خپله نوې دوره کې پوره کړې.

ولسمشر غني د وینا پر مهال وویل، چې په ټاکنو کې د هغه د بریالیتوب راز د ننګرهار ولسونو له لوري د پراخو رایو ورکول دي چې هغه یې تر کامیابیدو ورسوه او غواړي چې په دې ولایت کې دا ځل بنسټیز کارونه وکړي.

ولسمشر غني وویل، چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د ننګرهار د ملکي هوایي ډګر تدا رکاتي چارې هم بشپړې شي او عملی کار به یې هم پیل شي.

ولسمشر د خبرو پر مهال ښځو ته په خطاب کې وویل، چې د سولې په پروسه کې به د دوی حقوقو ته په بشپړه توګه پام وشي او نه غواړي چې د دوی حقوق د سولې په پروسه کې له لاسه ورکړي.

ولسمشر غني ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې به د سپین جومات پاتې کارونه هم بشپړ شي او د برېښنا لپاره به هم اسانتیاوي رامنځته شي.

د یادولو ده چې ولسمشر غني له دې وړاندې د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې هم ننګرهار ولایت ته راغلی و چې له ولسونو سره یې بیلابېلې ژمنې وکړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.