The news is by your side.

کندهار کې نن امریکا یان په آزاده پښه بازار کې ګرځېدل

خبریال ډاټ کام / دامریکا متهده ایالاتو سرتېرينن په ډېره آزاده پښه کندهار ښار ته راوتليوو. په کندهار کې د خبریال ډاټ کام همکار واييچې تر بل هر وخت امریکا يي ځواکونه په آزاده پښه د کندهار په هرات بازار کې ګرځېدل .

امریکا یانو ته په عامو بازارونو کې په آزاده پښه د ګرځېدلو اختیار طالبانو ورکړی دی .‌طالبان به نور په امریکا ييځواکونو بریدونه نه کوي‌.

دا پرېکړه په قطر کې د (۲۹/۰۲/۲۰۲۰) د طالبانو او امریکا یانو ترمنځ وشوه .

د کندهار ښار د هرات بازار یوه دکاندار صالح محمد خبریال ډاټکام ته وویل چې د امریکا یانو راتګ بازار ته اوس د امنیت راتګ دی .‌ هغه زیاته کړه :‌
   

« امریکا یان آزاد ګرزي یوه یوه توپنچه ورسره ده ، په بازار کې سودا ويکوي، هیڅمشکل نشته ، کاش چې افغان امنیتيسرتېريهم هم دا ډول ګرزدلای او زموږ څخه یې شیان رانیولای .‌»

د کندهار ښار یوبل اوسېدونکی نجیب الله بیا خبریال ویب پاڼې ته وویل چې امریکا یان طالبانو راوستليوو او اوس په ښارونو کې د ګرځېدلو اجازه هم طالبانو ورکړې ده .

نجیب الله زیاته کړه : « که طالبانو ترهه ګر اوسامه بن لادن د پاکستان پر ځای امریکایانو ته ورکړی وای امریکایان به وليافغانستان ته راتلل؟

وليبه زموږ خلک ټوکر ټوکر کېدل ؟طالبانو امریکایان راوستليدياو اوس یې په ښارونو کې د ګرځېدو واک هم ورکړی دی .‌موږ افغانان بې وسه یو کنه نو دا ډېره لویه بې ننګريده چې افغانان په وېره او امریکا یان په ډاډه زړه په کندهار ښار کې ګرځي‌.»

په کندهار کې له امریکا یانو سره نن ترجمانان هم په لڅ مخ او ډاډه ګرزېدل ، هغوی هم خوشحاله وو او داسيیې انګېرله لکه ښار چې ددوی وي‌.

کندهار یې یوه بېلګه ده ، نن دافغانستان په بیلا بیلو برخو کې امریکایان د طالبانو له بریدونو بېغمه ګرزيخو د طالبانو هدف یوازيافغانان .

خلک وايي چې طالبانو ته نور د جهاد کولو کومه پلمه پاتې نشوه ،او پر افغانانو بریدونه یې یوازياو یوازيد قدرت د لاسته راوړلو لپا ره دي‌.

ولس په قطر کې د کوټيشورا له استازو غواړيچې د تاوتریخواليد کمولو پر پرېکړه له سر غور وکړياو د طالبانو خلاف نور د افغانانو نفرت راونه پاروي‌.

له تېريورځيراوروسته چې کله طالبانو پر افغانانو د بریدونو د پیل خبر خپور کړی ، دافغانستان ولس سخته غوسه را پارېدلې ده ، د طالبانو دې کړنې سلګونه زره افغانان چې د ژوند په هره برخه کې کار کويد حکومت ملاتړ ته وهڅول .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.