The news is by your side.

طالبان وايي ټرمپ ‌او ملا برادر لمړنۍ تلیفوني ‌خبري ‌وکړې

خبریال ډاټ کام / د طالبانو له لوري‌ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د په قطر کې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر مشر ملا برادر د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ‌ سره تلیفوني خبري ‌کړي دي‌.

د طالبانو په وینا ددغه تلیفوني ‌خبرو پر مهال د امریکا د مرکچي‌پلاوي‌مشر زلمی خلیلزاد او د کوټي ‌شورا ځیني نور استازي‌ هم موجود وو.

د طالبانو اعلامیه وايي‌ چې ملا برادر امریکا ته د دوستي‌لاس ور وغځاوه او تر سوله وروسته یې د ښو اړیکو ژمنه ورسره وکړه .

که څه هم تر اوسه لا آزادو سرچینو او پخپله سپیني ‌ماڼۍ دا اړیکه په رسمي ډول نه ده اعلان کړې ،خو طالبان وايي‌ چې دا خبرو شاوخوا (۳۵) د قیقې دوام وکړ.

طالبانو په خپله اعلامیه کې بیا بیا ډونالډ ټرمپ‌ته د ولسمشر ټرمپ ‌ټکي‌کارولي‌او د هغه له خولې یې ویلي ‌چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به ډېر ژر دافغانستان له حکومت سره وګوري‌.‌

په قطر کې یوې طالب سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل چې ملا برادر تېره ورځ زلمي ‌خلیلزاد ته شکایت کړی وو چې په افغان حکومت د زندانیانو خوشي‌کېدل ومني‌.

دافغانستان لویه برخه ولس تېره ورځ هغه مهال په طالبانو پسي ‌خوله را پرانیستله چې هغوی د افغانانو خلاف د بریدونو غږ وکړ.‌

نن دافغانستان په بیلا بلو ښارونو کې امریکا يي‌ پوځیان په آزادانه ډول ګرزېدل او له کومي ‌وېري‌او ډار پرته یې په کندهار او ځینو نورو سیمو کې پیاده تګ کاوه .

دامریکا او طالبانو تر منځ د سولي ‌هوکړه د تېري‌ فبروري ‌میاشتي پر ۲۹ نېټه په دوحه کې لاس لیک شوه .

دهغې هکړي‌له مخي‌اوس طالبان او امریکا یان سره جوړ شوي ،خو افغان حکومت لا له طالبانو سره جوړجاړي‌ته نه دی رسېدلی .

د طالبانو او ډونالډ ټرمپ ‌ترمنځ خبرو ته لا تر اوسه افغان حکومت غبرګونه دی ښودلی ، خو ولسمشر غني‌لا له وړاندي ‌ویلي دي ‌چې د زندانیانو خوشي ‌کېدل دامریکا د حکومت نه بلکه دافغان حکومت پرېکړه ده .

دافغان حکومت ځینو سرچینو خبریال ویب پاڼې ته وویل چې ښايي حکومت د زندانیانو د خوشي‌کېدو په تړاو یوه پرېکړه وکړي ، او دسرچینې په وینا یو شمېر زندانیان هم آزاد کړي‌،خو دا به (۵۰۰۰) نه وي‌او د بین الافغاني‌خبرو اترو لپآره به د لاري‌پرانیستلو په معنا وي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance