The news is by your side.

د کرونا ویروس له ویرې ایران ۵۴ زره زندانیان خوشې کړل

خبریال ډاټ کام: په ایران کې د کرونا ویروس د پراختیا له امله یاد حکومت د یوې پرېکړې له مخې شاوخوا ۵۴ زره بندیان په ضمانت خوش کړي دي.

د ایران حکومت وایي، چې دوی له ستر ګواښ سره مخ شوي دي او له همدې امله یې په موقت ډول ۵۴ زره بندیان خوشې کړي دي، څو له کرونا خوندي اوسي.

ایراني چارواکي وایی، چې د دوی پر ټولو زندانونو کې ګڼه ګوڼه ده او د کرونا له ویرې یې یاد زندانیان خوشې کړي دي، څو له یوه ستر کړاو سره مخ نه شي .

ایران وایي، په دغو خوشې شویو کسانو کې هغه کسان نه دي شامل چې په امنیتي پېښو کې ښکېل شوي دي، بلکې هغه کسان خوشې شوي دي چې په یولړ جرمونو باندې تورن شوي وو.

د ایراني حکومت پر وینا په دې هېواد کې شاوخوا۲۳۳۶ کسان په کرونا ویروس باندې اخته شوي دي او ترڅنګ یې ۷۷ نور کسان مړه شوي دي.

ایران په روغتیا نړیوال سازمان غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې ورسره خپلې مرستې چټکې کړي څو له یو سخت حالت څخه ووځي.

د ایران روغتیایي چارواکي مني چې روغتیا نړیوال سازمان ورسره ګڼې مرستې کړي دي، خو وایي چې دا کفایت نه کوي، بلکې لا دې ډیرې وشي.

د کرونا په ویروس په ټوله نړۍ کې له ۹۰ زره کسانو ډیر اخته شوي دي او شاوخوا ۳ زره کسان مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان لاهم په ټوله نړۍ کې بیړنی حالت اعلان کړی دی څو نړیوال هېوادونه د دغې ناروغۍ د مخنیوي پر موخه لاس په کار شي.

په ورته وخت کې امریکا هم د کرونا ویروس د پراختیا له امله ویره ښودلې ده او اعلان یې کړی دی چې ډیر ژر به د دې ویروس د مخنیوي پر موخه واکسین جوړ کړي.

کرونا ویروس په لومړپ ځل د چین په ووهان ښار کې رامنځته شو چې له هغې سیمي د نړۍ شاوخوا ۳۶ هېوادونو ته ورسېد.

کرونا وژونکی ویروس د افغانستان هرات ولایت ته هم له ایران را رسېدلی دی چې له امله یې لس شکمنې پېښې ثبت شوې وې چې یوه یې مثبته او پاتې نورې منفي ثابتې شوې.

افغان حکومت وایي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي پر موخه یې چټکه مبارزه پیل کړې ده او په دې توانیدلي دي چې په افغانستان کې د دې ویروس د مخنیوي پر موخه ګامونه واخلي.

د روغتیایي مسوولینو پر وینا چې د هیواد په ډیری ولایتونو کې د کرونا ویروس اخته کسانو ته د روغتونونو یو شمېر څانګې هم ځانکړې شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.