The news is by your side.

پاکستانی ملا طالبانو ته: د نجونو تعليم په اړه مو اقدامات ستايم

طالبانو ته د پاکستاني ملا تقي عثماني له خوا تازه ليک راغلی چې په کې يې د نجونو او ښځو په اړه د تازه بندیزونو ستاينه کړې.

ملا تقي عثماني له خوا په اردو طالبانو ته ليک راغلی چې رسنيو ته رسېدلی او په کې طالبان مخاطب شوي او ليکلي چې د نجونو د تعليم په اړه مو تر دې دمه حکيمانه اقدامات ستايم.

وايي، نجونو ته دې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د زده کړو زمينه برابره شي، ټولنه کې د فساد د مخنيوي او اختلاط له منځه وړلو لپاره نجونو ته بېل او هلکانو ته په بېل تعمير کې د زده کړو اجازه ورکړئ او يا يې د زده کړو وختونه بدل کړئ څو مو په اړه پروپاګند او منفي تبليغات ختم شي.

نوموړي طالبان هڅولي چې لا نور کارونه وکړي څو په افغانستان کې شرعي نظام لا ټينګ شي او د فساد او فتنې مخه ونيول شي.

د ملا تقي عثماني ليک په خواله رسنيو کې د خلکو غوسه راپارولې.

فعالان وايي د پاکستان ملايان ولې خپل هېواد ته اسلامي نظام نه غواړي، ولې خپلې نجونې له مکتب او پوهنتون نه منع کوي چې طالبانو ته د افغان نجونو له زده کړو محرومولو وړانديز کوي.

دوی وايي د پاکستان په کالیجونو او پوهنتونونو کې نجوني لوڅ سر له هلکانو سره يو ځای زده کړې او بنډارونه کوي او ملايان يې نورو ته د اسلام خبرې کوي او بيا داسې ګاونډي هېواد ته چې په اسيا کې ترې نور کلک او په دين ولاړ مسلمانان نشته.

فعالان وايي طالبانو ته ټول فرمانونه او‌غوښتنې له پاکستان راځي او دلته يې په خلکو تطبيقوي.

دا په‌ داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت، پوځ او ملايان د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورن دي او طالبان د هغوی نزدې کسان ياديږي.

Comments are closed.