The news is by your side.

پاکستان د ډېرې قرضدارۍ له امله امريکا کې د خپل سفارت ودانۍ پلوري

د پاکستان حکومت د ډېرو قرضونو له کبله مجبور شوی په امريکا کې خپل جايداد د سفارت ودانۍ خرڅه کړي.

ياده‌ ودانۍ د پلور لپاره بولۍ ته وړاندې شوې او تر اوسه پرې درې بولۍ وهل شوي دي.

تر اوسه تر ټولو جګه بولۍ ۶,۸ ميليون ډالره ده چې د يو يهودي شرکت له خوا ورته د دغه شمېر پيسو وړانديز شوی.

ويل کيږي دغه يهودي شرکت غواړي چې د پاکستان د ځمکې له اخيستو وروسته پرې کليسا جوړوي.

د پاکستان دا پرېکړه په خواله رسنیو کې په ريشخند او تمسخر اوښتې چې غواړي له ډیرې مجبورۍ او قرضدارۍ خپل جايداد وپلوري.

پاکستان اوس مهال له نړيوالو ميليونونه ډالر قرض دار دی او لا هم نورو قرضونو ته اړتيا لري. خو څوک برې د بيا پور ورکولو لپاره باور نه کوي.

يو مهال د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف هم ويلي وو هر هېواد ته چې زنګ کوو داسې فکر کوي چې د پور غوښتلو لپاره ورته زنګ کوم، زنګ مې هم نه ځوابوي.

د پاکستانۍ کلدارې ارزښت هم د ډالرو او افغانيو په مقابل کې سخت ګوزار خوړلی او له همدې امله په پاکستان کې د توکو بيې خورا ډیرې لوړې دي.

Comments are closed.