The news is by your side.

پاکستان: د کراچۍ زندان کې د زنداني افغان مېرمنو او ماشومانو شمېرې خپرې کړي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون وايي د پاکستان د کراچۍ په زندان کې اوس مهال هم سلګونه افغانې مېرمنې او ماشومان بنديان دي.

ياد کمېسيون شمېرې خپرې کړي او د يادو شمېرو له مخې دا مهال د کراچۍ زندان کې ۱۳۹ افغانې مېرمنې او سلګونه ماشومان بند تېروي.

وايي د دغو شمېرو له منځه ۵۶ ښځې محاکمه شوي او ۸۳ بې له محاکمې اوس هم زندان کې دي.

همدارنګه د مور د هوږې ۱۶۵ ماشومان او له نهه کلنو کم عمره ۲۱۹ افغان ماشومان زندانيان دي.

ويل کيږي ځينو افغانو مېرمنو د کراچۍ په زندان کې ولادتونه هم کړي او لا هم د مياشتو مياشتو په تېرېدو يې د خلاصېدو کوم څرک نه دی لګېدلی.

د کراچۍ او پاکستان د نورو ښارونو په زندانونو کې هغه افغانان زندانيان دي چې په ناقانونه توګه او پرته له ويزې او اسنادو پاکستان ته اوښتي دي.

پاکستان کې افغان کډوال وايي چې پوليس د افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي، نيسي يې، وهي يې او پرته له محاکمې يې زندانونو ته اچوي.

د طالبانو د حکومت له پيل سره سم د پاکستان سره په پولو کې د دغه هېواد د پوليسو له لوري د افغان کډوالو سره چلند لا ډېر خراب شوی.

پاکستان په دې وروستيو کې ټولو افغان کډوالو ته خبر ورکړی چې له ويزې پرته دغه هېواد ته ولاړ نه شي او د چا چې د ويزو وخت خلاص شوی وي له پاکستان به يې وشړي.

افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت له پيل سره زيات شمېر افغانان يو ځل بيا پاکستان او ايران ته کډوال شول خو د دغو هېوادونو د پوليسو له لوري له دوی سره له کېدونکي چلند خوښ نه دي.

Comments are closed.