The news is by your side.

د اسلامي همکاریو سازمان پر افغان ښځو او نجونو د تازه بندیزونو په خلاف کمپاین پیلوي

د اسلامي همکاریو سازمان تازه ويلي دوی به د اسلامي هېوادونو ديني عالمان منسجم کړي او د‌ افغان نجونو او ښځو د تعليم، تحصيل او کار د بنديزونو په خلاف به کمپاین پیل کړي.

د دغه سازمان سرمنشي حسين ابراهيم ښه د اسلامي فرقې له نړيوالې اتحاديې غوښتي چې د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو د بنديزونو د پرېکړو په اړه دې د ديني عالمانو او بنسټونو غوښتنې راټولې او اسلامي او واقعي غوښتنې دې بيان کړي او د دغه نړيوال کمپاين له لارې د طالبان د ښځو زده کړو ته وهڅول شي.

نوموړي پرون د اتحاديې يو کنفرانس ته د وېډيو خبرو له لارې ويلې د طالبانو تازه پرېکړې له شريعت او اسلام سره اړخ نه لګوي. او له زده کړو د ښځو منع کول د واقعي اسلام په اړه تصور زيانمنوي.

دغه سازمان په يوه اعلاميه کې ويلي چې د جون په مياشت کې هم د دوی يوه ډله کابل ته طالبانو سره د ليدنې لپاره تللې وه چې هلته يې له ديني عالمانو او طالب چارواکو سره په ناستو کې دا هوکړه کړې وه چې اسلام د ښځو ټول حقونه په ځانګړي توګه د زده کړو او کار حقونه تضمين کړي دي.

دغه سازمان همدا راز د طالبانو له خوا د ښځو د کار کولو د بنديز په اړه ويلي، د طالبانو دغه اقدام نه يوازې ښځې د معيشت له سرچينو محروموي بلکې پر بشري چارو او اړمنو خلکو ته د مرستو په رسولو هم اغېزه کوي.

څه باندې لس ورځې کيږي چې طالبانو د نجونو پر مخ پوهنتونونه تړلي او په غيردولتي موسسو کې يې هم ښځې له کار کولو منع کړي دي او لامل يې دا وړاندې کړی چې نجونې او ښځې اسلامي حجاب نه مراعتوي.

Comments are closed.

koi finance