The news is by your side.

په خپل ځان کې طالب ووژنئ/ آمنه وردګ

خبریال ویبپاڼه- سیاست، مطبوعات، ټوله نییزې رسنۍ ، طب او حتا ژوند د ښځو له شتون پرته یا نېمګړی یا هم ممکن نه دی، خو موږ « پنځه زره کلن تاریخ لرونکي» د ښځو له ټوله نیز شراکت پرته ژوند کوو.

هر افغان/ پښتون کې دننه یو طالب پټ دی او تر خدایي حکمونو او ټولنیزو ارزښتونو زیات د هم هغه پټ طالب خبره مني.

که لږ ترخه خبره وکړو نو د افغانستان د ښځو د حقوقو مدا فعین یا افغان سیاسیون پخپله د ښځو په وړاندي په ځان کې د موجود طالب خبره مني.

تېرو شلو کلونو کې ولسمشر حامد کرزي/ محمود خان اڅګزي/ منظور پښتون/ اسفندیار ولي/ محسن داوړ/ افراسیاب خټک/ سرور دانش/ عطامحمد نور/ عبدالرشید دوستم/ امرالله صالح/ ډاکتر عبدالله عبدالله/ حنیف اتمر / رحمت الله نبیل او داسي سلګونه نورو افغان سیاسیونو خپلو ښځو ته د را وتلو اجازه ور نه کړه او په ځان کې د ننه د طالب خبره یې ومنله.

هم دا حالت د افغان مدني فعالانو، افغان ژورنالیسټانو او مخکښو افغانانو دی.
ستونزه داده چې موږ د یو ملت په ډول له ښځو سره د غیرت په نوم پټه دښمني کړې ده، دا دښمني طالب ډاګیزه کوي خو لږ هوښیار او لوستي افغانان یې پټه کوي.

درنو لوستونکو مه خفه کېږئ خو د یو څو شېبو لپاره زما پر دې کرښو تم شئ او فکر وکړئ.

زه خدای مکړه د خپلو نارینه وروڼو مخالفه نه یم او د ګوتو په شمېر داسي افغان نارینه شته چې یا یې خپلې خور، یا لور یا هم د کورنۍ بلې مېرمنې ته د سیاست اجازه ورکړې ده.
زما په اند ښه حل لار داده چې افغان نارینه وړونه لمړی په ځان کې طالب ووژني، خپلو مېرمنو، خویندو، لوڼو ته د کار او ژوند اجازه ورکړي؛ او که د کار اجازت نه ورکوي لږ ترلږه د خواله رسنیو د کارولو اجازت خو دې ورکړي.

ځیني افغانان وایي چې زموږ ښځې نالوستې دي، زما مور هم نالوستې ده خو په ما یې زدکړې وکړې او اوس هره ورځ راته وایي چې زویه د جهالت پرضد قلم و چلوه.

حل دادی چې راشئ اصلاح له ځانه پیل کړو لمړی په ځان کې طالب ووژنئ، بیا په هیڅ هغه سیاسي او ټولنیز شخصیت پسي مه ځئ چې خپله ښځه یې ترڅنګ نه وي ولاړه.
قسم دی چې هم طالب سړیتوب ته مجبور کړو هم پنجاب چې زموږ په سرنویشت لوبي کوي.
او که دا کار نشئ کولای بېغمه کورونو کې کښېنئ د بدلون خوبونه پرېږدئ، هم دا طالب او دا یوڅو باجراعته، با ویژدانه، با غروره افغان مېرمنې سره پرېږدئ چې وروستۍ یې مړه شوه هیواد به له هر ډول بغاوت او تحرک نه خلاص شي.

درنښت آمنه وردګ

Comments are closed.