The news is by your side.

کندهار: طالبانو رسنيو کې د ښځو پر غږ بشپړ بنديز ولګاوه

طالبانو په کندهار ولايت کې رسنيو ته امر کړی چې نور دې د ښځو غږ له خپرونو وانه وریدل شي.

د طالبانو د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ او استخباراتو رياست چهارشنبې په ورځ کندهار کې لسو سيمه ايزو رسنيو له مسوولينو سره ناسته کړې او ورته يې امر کړی چې په ديني او تفريحي خپرونو کې دې د ښځو غږونو له خپرولو ډډه وشي.

د طالبانو دغو چارواکو دا راز کندهار کې له رسنيو غوښتي چې د دوی مخالفین او منتقدين دې هم خپرونو ته نه رابلي.

له کندهار سرچينو ويلي چې طالبانو رسنيو ته په جدي توګه خبرداری ورکړی که له دې امر سرغړونه وکړي سخت چلند به ورسره وشي.

په ياده ناسته کې طالبانو دا پرېکړه هم کړې چې پښتو ژبه له د دغه ولايت د رسنيو لپاره واده ژبه وي او د دری ژبې په له منځه وړلو او پښتو ژبې پر کارولو ټينګار شوی. او رسنيو دې د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تر څار لاندې کار کوي.

دا د طالبانو له خوا په ولايتونو کې په رسنيو کې پر ښځو وروستي بنديزونه دي، دغې ډلې تېره اوونۍ پوهنتونونه او خصوصي ښوونيز مرکزونه د نجونو پر مخ وتړل او په کورنيو او بهرنيو ادارو کې يې د ښځو پر کار هم بنديز ولګاوه.

د طالبانو له دې پرېکړې وروسته په افغانستان کې ډېرو مرستندويه ادارو او د ملګرو ملتونو دفترونو خپل فعاليتونه ودرول.

Comments are closed.