The news is by your side.

د بنديزونو له امله ۱۱,۶ ميليونه افغان مېرمنې حياتي او بشري مرستې نه شي ترلاسه کولی

د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې يا USID مشرې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو د وروستيو بنديزونو ته په اشارې ويلي ميليونونه افغان نجونې او ميرمنې لومړيو مرستو ته لاس رسی نه لري.

سمنټا پاور وايي د زده کړو او کاري بنديزونو له امله اوس مهال ۱۱,۶ میلونه افغان نجونې او ميرمنې حياتي او بشري مرستې نه شي ترلاسه کولی.

اغلې پاور په يو تازه بيان کې ويلي دا تر ټولو ستر بشري ناورين دی چې د افغانستان د مبارزې په برخه کې د نيمايي وګړو ونډه له منځه وېوړل شي.

سمنټا پاور د طالبانو وروستۍ پرېکړې غندلې، خطرناکه يې بولي او د بدلېدو غوښتنه يې کوو.

د طالبانو له خوا پر ښځو وروستي بنديزونه اوس هم په کور دننه او بهر له نيوکو سره مخ دي او له طالبانو غواړي چې په خپلو وروستيو پرېکړو بيا غور وکړي.

خو طالبان وايي نجونې پوهنتون ته د تګ پر مهال او ښځې کار ځايونو کې حجاب نه مراعتوي او د يو ترتيب په رامنځته کولو سره به په نجونو او ښځو بنديزونه بېرته لېرې شي.

خو طالبان دا نه وايي چې بنديزونه به يې تر کله دوام ولري .

Comments are closed.

koi finance