The news is by your side.

د طالب د نابودۍ لپاره څه په کار دي؟

د افغانستان اوسنۍ اؤ روان حالت خو مونږ تاسو ټولو ته معلوم دی.

امريکا چې څنګه ټالبان راوستل همداسې ئي بيا ورک کوي.
د ورک کیدو لپاره ئي پاکستان ټيکه واخيسته.
په را روانو څو ورځې کې ګورئ چې پاکستان په ښکاره اؤ پټه افغانستان کې عمليات وکړي.
که څه هم ټالب به وځپي او يا نه خو په افغانستان کې به جنګ تود اؤ بربادي رامنځته شي.
اوس ددې لپاره بايد مونږ افغانان څه وکړو
چې ټالب ورک شي اؤ هم افغانستان کې جنګ ونشي.
زما په فکر
بايد مونږ افغانان مبارزه سر له اوس شروع کړو ، خو په لاندې ډول!

۱_ په دې ګروپ کې هم ډېر دولتي او نظامي لوړپوړي چارواکي شته چې د دوئ نظر ، مشوره ، تحليل او غوښتنه په خارجي پليټ فامونو کې اوريدل کيږي او همداسې کولای شي دوئ نړیوالې ټولنې ته د افغانستان په هلکه مشورې ورکړې اؤ قانع ئي کړي. بالخصوص امريکا، نو
سر له اوسه دی دوئ خپل ملګري خبر کړي د کيمرې تر شاه دی خپل فعاليتونه او لیدنې، سفرونه په خپل شخصي لګښت د افغانستان لپاره پيل کړي.
د هر چا دروازه دی وټکوي تر څو ئي قانع کړي.

۲ _ ټول مبارزین دی دنيا په هر ګوټ هر تلويزون، هرې څيړنې، هر کتاب، هر ليکنې، هر ټويټ، هر پوسټ دا غوښتنه وکړي، چې بايد په ټالبانو باندې د هر هېواد سفر بندیز ولګیږي.

۳_ ټول مبارزین دی دنيا په هر ګوټ هر تلويزون، هرې څيړنې، هر کتاب، هر ليکنې، هر ټويټ، هر پوسټ دا غوښتنه وکړي، چې بايد په قطر کې د ټالبانو دفتر وتړل شي.

۴_ ټول مبارزین دی دنيا په هر ګوټ هر تلويزون، هرې څيړنې، هر کتاب، هر ليکنې، هر ټويټ، هر پوسټ دا غوښتنه وکړي، چې بايد په افغانستان کې د هرې تروريستي ډلې ځپلو لپاره پخوانی افغان فوځ #ANDSF بيرته افغانستان ته راشي اؤ بايد ټوله نړۍ ئي ملاتړ وکړي.

۵_ ټول مبارزین دی دنيا په هر ګوټ هر تلويزون، هرې څيړنې، هر کتاب، هر ليکنې، هر ټويټ، هر پوسټ کې د ټالبانو خارجي لوبيسټ، سم بيابه کړي. خصوصا زمونږ افغان خويندی دی ورته لوجيک دليلونه وړاندې کړي. تر څو د ټالبانو خارجي لابيسټ د ټالبانو لابي نه کوي او خپل روابط ورسره پرې کړي.

۶_ ټول مبارزین دی دنيا په هر ګوټ هر تلويزون، هرې څيړنې، هر کتاب، هر ليکنې، هر ټويټ، هر پوسټ کې افغان پوه کړي او د افغانان ذهنيت په يو سياسي مبارزې لپاره جوړ کړي ، يعنې وپوهول شي چې په افغانستان کې د پخواني فوځ بيرته راتګ ضرورت شته، تاسو د هغوئ ملاتړ وکړئ.

۷_ دغې مبارزې ته هيڅ نوم مه ورکوئ ، مه ئي په ګوند ، سياسي مشر ، قوم ، اؤ قومندانانو تړۍ. د هر مبارز د وسې پورې ده، يعنې که څوک خبريال دی سر له اوسه دی همدغه مبارزه شروع کړي. اؤ که څوک سياسي مشر، نظامي، اکيډميک، خارجي پليټ فامونو کې دنده لرونکی، ليکوال، سوشل ميډيا انپلوينسر، استاد، عام افغان، هنرمند، سپورټي لوبغاړئ، يا بل څه کاره دی، دغه مبارزه دی د خپلې وسې پورې وکړي.

۸_ په مشوره دی فيسبوکي اؤ ټويټر هشتګونه جوړ شي. په يو مشوره دی د دغې مبارزې لپاره سلوګن وټاکل شي.

۹_ افغان خويندی دی هر خارجي پليټ فام ته د افغان د ښځو حقونو لپاره ايميلونه وکړي. اؤ که کولائ شي روبرو دی تماس ورسره ونيسي يا ويډيويي پيغام وليږي، يعنې د ټالبانو هر کړنه چې د افغان ښځو مقابل کې وي رسوا کړي.

مهم نوټ.
ډېر افغانان په خارج کې اؤ داخل افغانستان کې دا خبره کوي چې نور په افغانستان کې جنګ نه غواړو. نو يوه خبره بايد وکړو چې پخوانی افغان ځواکونه د افغانستان اساسي قانون تر چتر لاندې خپل فعاليتونه کړي او کوي به هم. افغان ځواکونه خپله مستقله قومنداه لري. د افغانستان لپاره جنګ کوي. د هغوئ چنګ هيڅ د افغانان په بربادۍ نه دی.
چې د پاکستان فوځ په جنګ اؤ کې عمليات کوي ، نو سل ځله بهتره ده چې خپل پخواني افغان ځواکونه په افغانستان کې د تروريستي ډلو مقابل وجنګیږي.
لیکوال: نوم ورکی اتل
یادونه: دا لیکنه له افغان نېشنل ینټرسټ ګروپ نه را انتقال شوې.

Comments are closed.