The news is by your side.

انتقام- سيد شاه شاه

په افغانستان کې دا د قبرونو ماتول، پر ښځو برناحقه ځان اخته کول، ملي اساساتو ته توهين کول، د وطن سړي ته سپکې سپورې ويل او نورې نارواوې يوازې د نن غم نه دی، دا له څه کم ديارلس‌نيم سوه کاله راهيسې پر موږ روان دی، دا له هغه راهيسې چې زموږ پلرونه او نيکونه د مکې عربو راووژل او موږ يې د دوی د دين غلامان کړو. زموږ له نومونو سره يې د “غلام” توری وتاړه.

نړۍ تر اوسه د دښمني هغه تر ټولو ناوړه تجربه سوی شکل د نسل وژنې په نوم يادوي،‌ اما د مکې عربو تر نسل وژنې هم ډېره له کينې ډکه دښمني پر موږ سړه کړې ده. زموږ يې هديرې را هوارې کړې دي. د عربو تر يرغل هاخوا موږ ته د پلار او نيکه هيڅ قبر نه دی راپاتې.

دوی زموږ د نيکونو هډونه را وايستل او ايسته يې وغورځول او په دې توګه يې زموږ له خپلو نيکونو سره، زموږ د رابطې د ملا د تير پر يوه مهمه مهره  وار وکړ.

اوسني غلامان د خپلو ناروا نيکونو د ګنده وينې له مجبوريته، که وغواړي که و نه غواړي، له قبره سره به د دوی کار وي. چېرته الوځولی، چېرته اړولی او حتا د پښتانه له مزاره پارکينګ جوړ کړی، ځکه نيکونو يې زموږ هديرې هوارې کړې وې.

همدې د يثرب عربو په يوه جګړه کې زموږ له دوو ولايتونو، له څوارلسو تر شپاړسو زرو پورې ښځې بېولې او بيا يې په بازار پلورلې دي.

ابن خرداذبه وايي، د مکې عربو به هر کال يوازې له کابله دوه زره ښځې د کنيزو په توګه په باج کې له ځان سره بېولې.

نن د هماغو عربو پر تندي داغلی لاهوری غلام د هغوی سنت پر ځای کوي او هره ورځ‌ دا خاوره، دا وطن، د دې وطن سړي او ښځې په بېله بېله او لا ناوړه توګه سپکوي.

د دوی نور وس نه رسېږي چې د خپلو ګمراهو نيکونو د هغه ناروا شهوت د وحشت يادګار تازه کړي، پر ځای يې يا څلور څلور ودونه کوي، يا به حق نا حقه په ښځو باندې ځان سولوي.‌

دوی د خپلو هماغو نيکونو په څېر، حتا د وطن له دې اوسني نامه سره هم وران دی، خراسان يې ارمان دی، هماغسې يې د خپلو نيکونو په څېر زموږ بيرغ تر پښو لاندې کړی. خلکو ته د خور او مور ښکنځلې کوي.

هغه وخت زموږ ملي سرود ډول و، پلرونو يې حرام کړی و، اوس يې ملي سرود اولادونو حرام کړی. د وطن پر هيڅ بده ورځ يې زړه نه سوځي. هر څه چې په لاس ورځي فقط خرابوي يې. دا ولس د خپل دښمن اولاد بولي.
موږ يې د داسې دين غلامان کړي يوو چې ژبه مو نه ورباندې ګرځي. حتا ملايان خپله هم د قران تلاوت سم نه سي کولای.

يو نيم زر کاله کېږي چې دوی زموږ پر خندا بنديز لګولی. وايي، که مو وخندل، اودس مو ماتېږي.

د دوی پلرونو زموږ پر وطن شهيدان نيکونه کفار بلل، دوی زموږ مخکېني شهيدان مردار بولي. هغوی مو له تاريخ سره د رابطې هډونه رامات کړل، دوی مو تاريخي اثار ونړول. نيکونو يې زموږ د کور او ډوډۍ چور ته په عربي کې غنيمت وايه، دوی هم په هماغه نامه د خلکو پر سر او مال چور ګډ کړی.

څوارلس سوه کاله کېږي چې د “و لن ترضی عنک الیهود ولا النصاری حتی تتبع ملتهم ” په ايت يې زما د خاوری خارجه پاليسي، اړيکې او سياست اشغال کړي. په داسې حال کې چې زه له هيچا سره د دين مشکل نه لرم. هندو، سيک، بودايي او نور ټول د همدې ځای دي.

يو نيم زر کاله کېږي چې زه يې د نړۍ د مهمو او ګټورو ملګرو او متحدينو له انډيوالي او ملګرتيا بې برخې کړی يم.‌

دوی حتا زموږ خدای د خلکو او نړۍ تر پام ور بد کړی دی.    

محراب، تابوت او لحد درې واړه يوه مانا لري، ورته ولاړ ملا له نړۍ مخ اړولی، ځکه خو يوازې مرګ، ماران،‌ لړمان او عذابونه ويني.
پر ملا د هماغه محراب د مرګ پېريان ناست دي. دا سړی پېريان غږوي. دی پر داسې خبرو چې د ماشوم عقل يې لا نه مني د ايمان تر کچې باور لري.

پر ده حتا دومره درانه پېريان ناست دي؛ چې جوړ سړي ته لاس ونيسي هغه پورته پورته غورځي او نڅېږي.

يوه زمانه کېږي چې د مکې عربو زموږ درست وطن په دغسې پېريانو باندې نيولی دی.

پر دې دښمني او راپاتې بدي له يوولسو سوو کالو راهيسې ډبره پرته وه، اخير دا دروند کاڼی تر سر واوښت، اوس د دې لرغونې بدي انتقام پيلېږي.

Comments are closed.