The news is by your side.

برېښنا شرکت د ۲۰۲۳ کال لپاره له ازبکستان سره د برېښنا توريد تړون لاسليک کړ

د طالبانو تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت په ټوېټر خبر ورکړی چې د نوي ۲۰۲۳ کال لپاره يې د ازبکستان هېواد سره د برېښنا توريد تړون لاسليک کړ.

په ورته وخت د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي ازبکستان ورسره ژمنه وکړه چې له دې وروسته به پر افغانستان برېښنا نه کموي. وايي د ازبک چارواکو سره يې د وارداتي برېښنا قرارداد يو کال نور هم غځولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستيو دوو مياشتو راهيسی د افغانستان په زيات شمېر ولايتونو برېښنا کمه شوې وه چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

ازبکستان له همدې مودې راهیسی په افغانستان ۴۳۰ میګاواټه وارداتي برېښنا له نيمايي هم ډېره کمه کړې وه.

دا مهال افغانستان د برېښنا له پلوه ۷۰ سلنه له ګاونډيو هېوادونو تموليږي.

افغانستان ته له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ايران څخه برېښنا وارديږي او پاتې ۳۰ سلنه د برېښنا اړتيا له داخلي سرچينو پوره کوي.

کارپوهان وايي که د افغانستان په سيندونو د برېښنا بندونه جوړ شي حتی کولی شي د ګاونډيو هېوادونو د برېښنا اړتيا هم پوره کړي.

خو په وروستيو کلونو کې د سياسي بدلونونو او جګړو له امله د افغانستان له داخلي سرچينو د برېښنا تولید لپاره ډېر کم کار شوی دی.

Comments are closed.