طالبانو دفاع وزارت پاکستان ته: افغانستان لاوارثه نه دی، موږ د خپل هېواد دفاع کولی شو
د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، افغانستان لا وارثه نه دی او موږ د هېواد په دفاع کې ډېره ښه تجربه لرو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ويلي وو که د ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو له خوا د دوی خاوره وګواښل شي نو دوی د نړيوالو قوانينو له مخې حق لري افغانستان کې د ترهګرو په پټنځايونو بريدونه وکړي.
د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان دې خبرو ته د يوې اعلاميې په خپرولو سره غبرګون ښودلی.
په اعلاميه کې راغلي چې دغه وزارت په افغانستان کې د ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو د شتون او پر هغوی د احتمالي بريد په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونې بې اساسه او پارونکي بولي.
په اعلاميه کې زيات شوی سره له دې چې د پاکستاني طالبانو د پټنځايونو شواهد خپله په همدې هېواد کې دي خو د پاکستاني چارواکو دغه ډول ادعاوې به د دواړو ګاونډيو هېوادونو اړيکې زیانمنې کړي.
د طالبانو دفاع وزارت ويلي افغانستان بې سرپرسته نه دی د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا او استقلالیت ته چمتو دی او د دفاع په لار کې له هر چا ښه تجربه لرو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا دوه ورځې وړاندې له يوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ويلي وو که دوی نه د ټي ټي پي له خوا ګواښونه زيات شول امکان لري چې په افغانستان کې د دوی پر پټنځايونو بريدونه وکړو.
دا د پاکستاني چارواکو هغه همېشنۍ ادعاوې دي چې طالبانو بار بار رد کړي دي چې په افغانستان کی دی ټي ټي ټي يا پاکستاني طالبان پناه ځايونه ولري.
Comments are closed.