ما کمه مه بولئ، زه د کائناتو دوهمه خدای يم
طبعت ما انسانه، دنیا ما ښځه، او مذهب ما فرمانبرداره بولې.
خدای زه ددې لپاره پیدا کړم چې د نارینه نیمګړي نړۍ تکمل کړم.
زما د تقدیر صاحب کله انجلۍ، کله مور، کله خور او کله ښځه چې په هر قالب کې زه امتحان کړم خو بیا هم هر رنګ کې ما ضعیفه او ناقصلعقله بولې.
غوښتل مې چې د ظلم دروازه ماته کړم، دوې زما لاس راته مات کړ.
ولې زه د کور او تر ګوره بلل کیږم؟
بلی زه یوه ښځه یم
زه د نارینه په خود غرضي طوفان کې فنا سوي یم
ما کمه مه ګنئ.
زه ددې کائیناتو دوهمه خدای یم
ته زما څخه زیږدلې سړی یی، ته زما په غیږه کې لوی سوي یي، تا زما د وجود شیدي رودلي دي، تا اول ځل ماته غږ کړي ده.
ستا تر زیږیدلو وروسته یوه ښځه تر سهاره ستا پښو ته ناسته وه ته یی زنګولي، یوې ښځی تاته تګ در زده کړ،
وروسته له هغې تا زه تر خپلو چلاقو لاندې کړم، همدا تا زه د خپلو ناپاکو خواهشاتو ښکار کړم.
ما تاته څو ځلې ژوند در بخښلې دي، تا زه زلیله او خواره کړم، همدا زه وم چې ماتاته خپل ځان در وپیژنه د هغه په بدل کې تا زما هویت تر پښو لاندې کړ.
ما د قبول قبول قبول په ویلو تاته پناه راوړه ځکه یوه معصومه مرغې ته پناه ورکړي ځکه چې زه ستاسو په څپو لکه څاڅکه شامله سم
تا زه د خپل ژوند د ټول طوفان په لاس کې واچولم.
اوس هم زه نه پوهیږم چې زما د وجود معنا څه ده؟ زه څوک یم؟ غلامه؟ نانځکه؟ یا ستا څخه زیږدلی؟
مګر زه بیا هم یوه ښځه یم کم چې د ژوند په کنډوالو کې ورکه سوي یم
بلی زه یوه ښځه یم.
له افغان نېشنل انټرېسټ ګروپ په مننې!
Comments are closed.