The news is by your side.

د ايران درې پوهنتونونو افغان نجونو ته سکالرشپونه اعلان کړل

د ګاونډي هېواد ايران درې معتبرو پوهنتونونو افغان نجونو ته د لوړو زده کړو لپاره د سکالرشپونو اعلان وکړ.

د‌ ايران دولتي رسنيو د دغه هېواد د علومو وزرات له قوله خبر ورکړي چې د تهران الازهرا، کوثر او د قُم حضرت معصومه پوهنتونونه چمتو دي چې افغان نجونو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.

د ايران د علومو وزرات سرپرست وحيد حدادي اصل وايي الزهرا پوهنتون اوس مهال پنځوسو او حضرت معصومه پوهنتون د درې سوه افغان نجونو د منلو ژمنه کړې.

يادو پوهنتونونو ويلي کې د ليلې امکانات ورته ډېر شي د نورو افغان نجونو منلو ته هم چمتو دي.

ايران وروسته له هغې افغان نجونو ته د انلاين او حضوري زده کړو د چمتوالي خبر ورکوي چې طالبانو له دوه اوونيو راهيسې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بنديز ولګاوه.

له ايران سره سره، امريکا، قطر، متحده عربي اماراتو، ايټاليا او يو شمېر نورو هېوادونو افغان نجونو نه د انلاين او حضوري زده کړو سکالرشپونه اعلان کړي.

پر افغان نجونو د زده کړو له بنديز سره طالبانو همدا راز په غير دولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بنديز لګولی.

Comments are closed.