The news is by your side.

د ‌۱۹ کلنې لوبډلې د ټاکنې لپاره په کرېکټ بورډ د فساد نيوکې

د افغانستان کرېکټ بورډ په افغانستان کې د شاوخوا ۵ زره کورني کرېکټ لوبغاړو نه د ازموينې له اخيستوو روسته د سلو انتخاب شويو کسانو نوملړ اعلان کړ.

خلک کرېکټ بورډ په پراخ مالي او اخلاقي فساد تورنوي.

د کورني کرېکټ يو شمېر تکړه لوبغاړي وايي د ۱۹ کلنې کم عمره لوبډلې لپاره ټول هغه کسان انتخاب شوي چې په کرېکټ بورډ مې خپلوان لري، يا د مسوولينو يو شمېر غوښتنې ومني او يا هم رشوت ورکړي.

د ياد نوملړ له اعلانېدو وروسته په خواله رسنيو کې د کورني کرېکټ يو شمېر لوبغاړو نيوکې کړي او ان ځينو يې د کرېکټ خپل وسايل هم سوځولي دي.

له دې ډلې د کورني کرېکټ ځوان تکړه لوبغاړي نعمت خوشال د خپلو کرېکټ وسائلو ته اور اچولی، وايي د ۱۹ کلنې غوراوي پړاو ته نه يم ټاکل شوی،ډېر لوبغاړي په واسطو او اړيکو اخيستل شوي دي.
نوموړی وايي سلېکشن کمېټه بايد ځواب ووايي چې څنګه يې له ۵ زره لوبغاړو سل انتخاب کړل.

تر اوسه کرېکټ بورډ د کورني لوبغاړو او خلکو نيوکو ته څه ځواب نه دی ويلی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کرېکټ بورډ له پخوا د مالي، اخلاقي فساد او د خپلولو او اړيکو پاللو تورونه دي.

Comments are closed.