The news is by your side.

پاکستان دفاع وزیر: د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کارول کيږي

د پاکستان د دفاع وزارت ادعا کوي چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کيږي.

د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف وايي، که څه هم د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کيږي خو د ده په وينا چې ټي ټي پي له افغانستان نه په پاکستان بريدونه تنظيموي.

اصف پرون شپه له يو خصوصي ټلويزيون سره په خبرو کې ويلي چې په دې اړه يې د طالبانو له حکومت سره خبرې شروع کړي دي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د دفاع وزير څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

په پاکستان کې د ټي ټي پي له خوا په وروستیو کې د بريدونو او چاودنو زياتېدو له امله د پاکستان حکومت په افغانستان تور پورې کوي چې ټي ټي پي په کې خوندي ځايونه لري او له دې ځايه بريدونه پلانوي.

څو ورځې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله هم ويلي وو که‌ دوی بيا د ټي ټي پي له خوا وګواښل شي د نړيوالو قوانينو له مخې حق لري په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په پټنځايونو عمليات وکړي.

طالبانو د پاکستان کورنيو چارو وزير څرګندونې غندلې وې او دا يې بې احساسه بللې وې چې د دواړو هېوادونو اړيکې به زيانمنې کړي.

Comments are closed.

koi finance