طالبان پنجشنبه د ځينو رسنيو د نشراتو په اړه محکمه کوي
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي دوی د پنجشنبې په ورځ د ځينو رسنيو دوسيې د محکمې له لوري څيړي چې خپله بهر دي خو د افغانستان د نظام پر ضد تبليغات کوي.
د دغه وزارت د نشراتو رياست وايي، د دغو رسنيو له مسوولينو يې غوښتي چې دوی ته دې د نظام پر ضد د نشراتو د موضوعاتو په اړه وضاحت ورکړي او خپل جوازونه دې هم تمدید کړي. خو وايي د رسنيو مسوولينو تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.
همدارنګه له هغو رسنيو چې په بهر کې دي او د افغانستان په اړه نشرات کوي ترې غوښتل شوي چې د رسنۍ د وکالت لپاره دې وکيل ونيسي او يا دې محکمې ته څوک حاصر شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغو رسنيو نومونه نه دي په ډاګه کړي چې په اړه به يې پنجشنبه په محکمه کې پرېکړه کيږي.
په ورته مهال خبريال ډاټ کام ته هم د طالبانو له منځه سرچينو ويلي چې د دوی مشر هیبت الله پرېکړه کړې چې ټولې انځوریزې رسنۍ بندې کړي.
طالبانو لا تر اوسه رسمأ د اعلان نه دی کړی خو خبريال ډاټ کام ته يې سرچینو دا موضوع تایید کړې.
هیبت الله ته مشاورینو ویلي چې د رسنیو تر بندولو ښه لاره داده چې ژوندي یا لایو خپرونې بندې کړل شي او هره خپرونه باید له وړاندي ریکارډ شوې اوسي تر څو د معترضو او نیوک ګرو کار پوهانو او د نظر د خاوندانو مخنیوی وشي.
دا کار به هم د طالبانو د نورو پرېکړو په څېر ملي امنیت عملي کوي.
ډېر ژر به په دې تړاو د طالبانو رسمي دریځ هم ښکاره شي.
د رسنيو او خبريالانو ملاتړي بنسټونه افغانستان کې د رسنيو پر راتلونکي وضعيت اندېښنه لري.
Comments are closed.