The news is by your side.

طالبانو کونړ ولايت کې د نابینا نجونو د ليک لوست ټولګي هم بند کړي

طالبانو په کونړ ولايت کې د نابینا نجونو د ليک لوست زده کړې ځانګړي ښوونځي هم بند کړي دي.

دغه ټولګي چې درې مياشتې وړاندې پيل شوي وو، نابینا نجونو ته په کې بريل ليک لوست زده کړه ورکول کېده چې د طالبانو له خوا په ټول هېواد کې د نجونو پر زده کړو د بنديز سره ياد ټولګي هم تړل شوي دي.

د نابينايانو لپاره د بريا ليک زده کړه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ په مالي همکارۍ پيل شوې وه خو اوس د طالبانو له خوا ټول يو په بل پسې تړل شوي دي.

طالبانو له شپږم پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه هم تړلي دي.

سږکال له شپږم ټولګي خلاصې شوې نجونې خواشيني دي چې په کور کېناستې، د طالبانو له خوا د ښوونځيو پيل په خبره باور نه لري.

طالبانو ويلي چې د راتلونکي نوي ښوونيز کال له پيل سره سم به له شپږم پورته ښوونځي او د نجونو پوهنتونونه هم خلاص کړي خو دا چې د طالبانو په خبرو باور وشي که نه راتلونکی به يې وښيي.

Comments are closed.