The news is by your side.

ملګرو ملتونو امنیت شورا طالبانو له لوري د ښځو کاري بنديز په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکي اوونۍ په مؤسساتو کې د افغان ښځو د کاري بنديز په اړه غونډه جوړوي.

متحده عربي اماراتو په يو ټويټ کې ويلي دا غونډه د‌ دوی او د‌ جاپان حکومت په وړانديز جوړيږي.

په ورته وخت په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دايمي استازې لانا نصيبي په يو بيان کې په افغانستان کې د ښځو د کاري بنديز په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او وايي دا چې افغانستان کې شپږ ميليونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي د طالبانو دا پرېکړه به د بشري مرستو رسولو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

اغلې لانا زياتوي د طالبانو له لوري له لومړنيو او لوړو زده کړو څڅه د نجونو او کار څخه د ښځو منع کول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه ليک نقضوي او افغانستان کې به بشري وضعيت لا پسې خراب شي.

طالبانو د دوه اوونيو راهيسي په افغانستان کې د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل او دا راز يې په غير دولتي داخلي او نړيوالو مؤسساتو کې ښځې له کار کولو منع کړي.

افغانستان کې مرستندويه نړيوالې ادارې وايي دوی پرته له ښځو د کار کولو او بشري مرستو رسولو توان نه لري. او نه وبه نه شي کولی چې د افغانستان ټولو برخو ته بشري مرستې ورسوي.

خو طالبانو تراوسه د دغو مرستندويه ادارو او نړيوالو غوښتنو ته ځواب نه دی ويلی.

Comments are closed.