The news is by your side.

طالبانو د خپلې واکمنۍ ۱۵ مياشتو کې سلګونه ملکيان وژلې دي

طالبانو د خپلې واکمنۍ د ۱۵ مياشتو په موده کې د افغانستان په څلورو ولايتونو کې ۶۳۴ ملکيان وژلي، دا خبره د رودارې سازمان چهارشنبه په يو خپاره کړي راپور کې کړې.

رودارې سازمان وايي په دغه شمېر ملکيانو کې پخواني پوځيان، سلفيان، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو يو شمېر مخالفين شامل دي.

د دغه سازمان په خبره دا شمېر خلک د ۲۰۲۱ له اګسټ راهيسی د تیر ۲۰۲۲ نومبر مياشتې په موده کې د افغانستان په ننګرهار، کندهار، پنجشېر او سرپل ولايتونو کې وژل شوي دي.

راپور کې راځي چې دومره لوړ شمېر خلک پرته د قضا او محکمې له حکم او پرېکړې په قصدي توګه وژل شوي دي.

د رودارې سازمان ويلي، په ننګرهار ولایت کې ۱۰۱ کسان وژل شوي چې له ډلې يې ۷۰ داعش سره د اړيکو په تور او ۱۳ تنه د مېرمنو په ګډون په مرموز ډول وژل شوي دي. په کندهار ولايت کې د ۷ ښځو او ۱۰ ماشومانو په ګډون ۳۲۰ تنه وژل شوي، ۹۵ تنه ټپيان شوي دي چې د پخواني حکومت سرتېري هم په کې شامل دي.

په پنجشير ولايت کې د وژل شويو ملکيانو شمېر ۵۰ او مقاومت جبهې غړو د رودارې سازمان په راپور کې ۶۳ تنه ښودل شوی چې دا د طالبانو له لوري نيول شوي او يا په خپله خوښه ورته تسليم شوي وو.

همدارنګه ۵ ديني عالمان، ۸ پخواني دولتي کارکوونکي، يو خبريال او ۳ مدني فعالان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د رودارې سازمان د ياد راپور په اړه څه نه دي ويلي خو دغه ډله تل د دوی له لوري د ملکيانو او نورو خلکو وژل ردوي.

Comments are closed.