The news is by your side.

د طالبانو لوړو زده کړو وزير وروستيو څرګندونو ته د افغان ښځو غبرګونونه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم يو ځل بيا د ښځو د کار او زده کړو په اړه داسې څرګندونې کړي چې د افغان نجونو، ښځو او فعالانو غوسه يې راپارولې ده.

ندا نديم يو ځل بيا په افغان ښځو د فحاشۍ او بې حجابۍ تور پورې کړی او پخوانی حکومت يې په دې برخه کې هم ملامته کړی.

هغه پرون ويلي تېر نظام د فحاشۍ او بې عزتۍ لار خپله کړې وه او موږ دا نه شو زغملی چې ښځې دې مؤسسو، پارکونو او کلبونو ته روانې وي، خدای ته به څه وايي.

ښځينه فعالانې د ندا نديم په دې خبرو غوسه دي او وايي يو بې سواده ملا د افغانستان په پاک لمنو نجونو او ښځو تور پورې کوي.

دوی وايي ندا نديم دې وښيي چې په تېرو شلو کلونو کې او اوس کومه نجلۍ يا ښځه دې له کوره بې حجابه يا حتی لوڅ سر راوتلی وې چې طالبان اوس ښځې په دې بهانه له ټولنې محوه کوي.

ښځينه فعالانې وايي که طالبان دومره په دين او اسلام مئين وي خپلې لوڼې دې افغانستان ته راوړي چې په خارج کې له هلکانو سره په ګډو پوهنتونونو کې لېسانس او ماسټري کوي. وايي دوی خلکو ته دين غلط تعبيروي او خپله يې هم د دين او اسلام برعکس کارونه کوو.

ندا محمد نديم دا راز ويلي د دوی د نظام پايښت د کفارو «نورو هېوادونو» رضايت پورې نه دی تړل شوی، خلک دې هم موږ ته نصيحتونه نه کوي موږ په خپل کار ښه پوهيږو.

دا د طالبانو د ياد ورته وزير لومړنۍ څرګندونې نه دي بلکې هغه په هر ځای کې د خپلو پرېکړو لپاره د خلکو په وينا داسې غلط او له دين او اسلام لېرې توجېهات لټوي.

Comments are closed.