The news is by your side.

په طالبانو د ډالرو کڅوړې زهر شوې

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان ته مو د بشري مرستو، د څلوېښت ميلیوني ډالري کڅوړو لېږد ځنډولی دی.

وايي تر هغې چې طالبان ټولو انساني حقونو ته درناوی ونه‌ کړي، نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورنه‌کړي، یو سېنټ هم نه ورلیږو.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال او د بشر دوستانه چارو مسوول مارټين ګرېفټس وايي، که په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د کار بنديز نور هم اوږد شي له افغانانو سره بد د ملګرو ملتونو مرستې بندې شي.

نوموړي ويلي د بشر دوستانه چارو او مرستو رسولو کې يې د افغانستان غوندې هېڅ داسې ځای نه دی ليدلی چې دوی دې ور کې له دومره خنډونو او ستونزو سره مخ شوې وي.

طالبانو هم تاييد کړې چې د ملګرو ملتونو له لوري ورسره هره اوونۍ د ۴۰ ميليون ډالرو مرسته ځنډېدلې.

ګريفټس دا راز په افغانستان کې د ښځو کاري بنديز د بشري چارو لپاره يو ګوزار ګڼلی.

په ورته مهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما مرستيال مارکس پوټزل د طالبانو د لوړو زده کړو وزير سره د افغان نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د بندېدو په تړاو ليدلي دي.

پوټزل نن د طالبانو لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم سره ليدنه کې ويلي چې د نجونو پر زده کړو او د ښځو کاري بنديز به افغانان زيانمن کړي. او د طالبانو وزير نه يې د ژر تر ژره د بنديزونو لېرې کولو غوښتنه کړې.

د طالبانو له خوا پر افغان نجونو او ښځو د وروستيو بنديزونو له امله په افغانستان کې دننه او بهر نړيوالو مرستندويه ادارو ګواښ کړی که بنديزونه لېرې نه شي نو دوی به افغانستان سره خپلې بشري مرستې بندې کړي.

Comments are closed.

koi finance