The news is by your side.

لومې پېچلې او که افغانان ملامت دي؟

دا د منلو ده چې په تېرو شاوخوا پنځو لسیزو کې تر ډېره پخپله افغانانو یو بل سره وژلي او لا یې هم وژني خو دا سمه نه ده چې سړی ومني چې دا هرڅه د افغانانو له لاسه دي. که د قضیې اصل ته وکتل شي چې ولې افغانان داسې کوي؟ نو وبه موندل شي چې په اصل کې دا موږ نه یو چې سره وژنو بلکه د انسان د بدلېدونکي خاصیت په پام کې نیولو سره د افغان ټولنې د یوې لویې برخې پر مغزونو دومره مُخربانه کار شوی چې له مرګ او ژوبلې د ویډیويي ګېم په شان خوند اخلي. دا ځکه داسې شوي دي چې د دې حالت له پاره څه باندې یوه پېړۍ وړاندې د افغانانو یوه اځلي دښمن د بربادی سوچونه وکړل او تر ننه یې د هغو سوچونو پراختیا ته کار ویلی دی.

له کومې ورځې چې انګریزان له افغانانو سره په مخامخ جګړه کې په پرله پسې توګه مات شول او همدا ماتېدنه یې په سیمه کې د زوال سبب شوه، نو یې له عقل کار واخست او د افغانستان د بنسټیزې بربادۍ لپاره یې لاسونه راونغښتل، چې د فکر څښتنانو یې د پاکستان د رامنځته کولو وړاندیز وکړ او دا پروژه تر ننه بریالۍ روانه ده. 

هغوی لومړی افغانستان او افغانان مطالعه کړل او بیا یې لومې ورته جوړې کړې چې تر ټولو خطرناکه لومه یې د دین په نامه د کفر اهداف تر لاسه کول و، هغوی څو پروژې عملي کړې لکه؛۱ د پیر او مورید پروژه چې د مالوماتو غونډولو تر څنګ یې د افغانانو پر خوی، خصلت، باور، او عقیدې ځانونه پوی کړل. ۲ـ په قبرونو کې د مهمو اثارو د خوندي کولو پروژه چې د زیارت نوم به یې ورکړ او عقیدوي ړندو افغانانو به په ناپوهۍ کې د پیر او زیارت په نامه ډېر مهم اسناد او مواد د لسیزو لپاره ورته ساتل چې هغه مهال به یې نشوی وړلی خو کلونه کلونه وروسته یې د جمهوریت پر مهال یو شمېر دا مهم توکي ویستل. ۳ـ د مجهادینو پروژه چې روسان یې پرې مات کړل او تر دې هم مهم چې د پاکستان ضد ولسمشر ډاکټر نجیب شهید یې له منځه یووړ. ۴ـ د طالبانو پروژه چې مجاهدین یې پرې مات کړل او د خپلو موخو د ازمایښت لپاره یې اوه کاله تقویت کړل. ۵ـ د جمهوریت پروژه چې د سر سړي یې پکې واخستل او په مقابل کې یې شل کاله د طالب د بنیادي روزنې لپاره کار وکړ.

کله چې شاوخوا سل کاله وړاندې انګریزانو د افغانستان د بربادی تابیا وکړه نو یې د افغان دودونو، او عقایدو په پام کې نیولو سره لومړی پاکستان جوړ او بیا یې د عقیدوي بربادی پروژې پیل کړې چې په کوزه پښتنوخوا او پنجاب کې یې مدرسې جوړې کړې او دا مدرسې له اوله تر اوسه فرق سره لري د پنجاب ملا په شعوري ډول جوړ ملا دی خو د پښتونخوا ملا یې خشن جوړ کړ چې په همدې خشنو ملایانو یې تر ننه افغانان او افغانستان وران ساتلي دي ځکه په تېرو شلو کلونو کې له افغانستانه زرګونه کسان د مدرسو د زده کړو لپاره د پاکستان تر کنټرول لاندې مدرسو ته ولاړل چې هلته ملایان شول او تر بیرته راتګ وروسته یې د افغانستان دیني علم بیخي بدل کړ او پر خشنو ملایانو واوښتل چې همدې کسانو بیا په هیواد کې دننه ډېر نور ملایان او طالبان وروزل او په مقابل کې یې هغه ټول عالمان په یو ډول نه یو ډول شهیدان کړل چې د رښتیني اسلام په معنا او مفهوم پوی و او نورو ته یې دا رښتینی علم تدریساوه، او دې وژنو د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د پیل او پرمختګ پر مهال زور واخست چې په کابل کې د ډاکټر ایاز نیازي او مولوي سمیع الله ریحان په څېر ډېر نور عالمان هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې شهیدان شول تر څو د سرناخلاصه طالب او پاکستاني روزل شوي ملا لپاره میدان خالي شي.

په دې ډول کړنو سره پاکستان همېشه د انګریز د عقیدوي بربادۍ پروژې پر مخ وړي دي چې د افغانستان په دننه کې یې تل د حکومتونو د غښتلتیا مخه نیولې او دا هر څه یې د اسلام په نامه کړي، په داسې حال کې چې د اسلام مبارک دین د ترحم، اتحاد، سولې او علمیت دين دی.

د افغانستان د پرمختګ دې ستر دښمن پاکستاني انګریز د بربادوونکو پروژو نورې ډېرې بېلګې هم شته لکه د مجاهدینو پروژه چې روس او د ارواښاد ډاکټر نجیب حکومت یې پرې مات کړ خو بیرته یې د هغوی په منځ کې ستونزې جوړې کړې او د طالبانو حکومت ته یې لار پرانیسته چې د دوی د خوښې او لاس جوړه پروژه وه، مجاهدین یې په دې توګه له منځه یوړل چې بې اتفاقه دي او په خپلو کې یو حکومت نشي جوړولی. کله یې چې طالبان واک ته ورسول نو یې پر هغوی ازمایښتونه پیل کړل چې په افغانستان کې یې پر هر څه بندیز ولګاوه او له انسانانو یې د ماشین په توګه کار اخسته چې نه چا پکې خپل فکر او علم بیانولی شو او نه هم د علم دروازې پکې په هغه ډول پرانستې وې چې څنګه ښایېدې. خو دا دوره لا هم د پروژې د ایجادوونکو لپاره ښه نه وه ځکه له یوې خوا یې د ملا محمد عمر مجاهد له خوا هغه غوښتنې ونه منل شوې چې د ډېورنډ کرښې منل پکې شامل و او له بل پلوه ملا عمر دومره نفوذ کړی و چې په یوه خبره یې پاکستان ته خطر جوړیدی شو نو همدا عوامل لامل شول چې د هغه د حکومت د ړنګېدو دسیسه یې د انګریزانو په مټ چې په عربي او غربي نړی کې ډېرې ژورې اړیکې لري په داسې هنر پر مخ یوړه چې د امریکا راتګ ته لار پرانیزي، ( زه پر دې نه یم باوري چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښه دې له افغانستان ترحه شوې وي) خو همدې انګرېزانو امریکا ته لار پرانسته چې افغانستان ته راشي. کله چې د طالبانو حکومت ړنګ کړل شو نو د جمهوریت په دوره کې هم انګریزانو له پاکستان سره په ګډه له یوې خوا د افغان او په ځانګړې توګه د پښتانه دود، دستور، غرور او غیرت له منځه یووړ او له بلې خوا ېې هغه کسان او قومي مشران ټول ووژل چې غږ یې پر نورو تاثیر کاوه او خلک پرې راټولېدل.

د دې خبرې د ثبوت لپاره د زرګونه جنایات کتاب هغه شمېرې راخلم چې له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۹ کال پورې د۷۱۱ افغان کادرونو او قومي مشرانو وژنه له لنډې پېژندنې سره پکې مستند شوې. خو دا شمېرې ځکه کمې دي چې د یادې مودې د وژل شویو ډېر شمېر قومي مخورو نومونه پکې نشته.

له بل پلوه د جمهورت پر مهال شل کاله چې د سیاست لپاره یوه وړه دوره ده پاکستاني انګریز پر دې کار وکړ چې څنګه په شعوري توګه طالب د افغانستان او پرمختګ پر ابدي دوښمن بدل کړي او بیا یې په منځ کې متحدانه ټوټه، ټوټه کړي او څنګه د ملا هیبت الله په نامه یو کرنیل وروزي او ټول واک هغه ته وروسپاري. دا سړی اوس پر طالبانو تپل شوی او منل شوی مشر دی چې له عقیدوي لحاظه یې خبره تر فرضو راکښته درجه (واجب) کې ده چې تر سنتو هم لوړه بلل کیږي. او هغه هم د ځینو دلایلو له کبله؛ ۱ـ لومړی دا چې پاکستان پر هغو طالب مشرانو دا طرحه له وړاندې منلې چې دا شل کاله په پاکستان کې و، ۲ـ دویم دا چې اوس هم له طالب سره دا ډار شته چې که بیا ړنګیږي نو خپل اصلي کور پاکستان ته به ځي، ۳ـ دریم دا چې د یو شمېر طالبانو لکه امیرخان متقي او نورو شتمنۍ په پاکستان کې دې او هغوی دا ایمان نه لري چې تر دې شتمنیو یا تېر شي او یا یې افغانستان ته راوړي، ۴ـ څلورم دا چې یو شمېر طالب مشران د پاکستان سره بلک مېل شوي دي او د دې ټولو مواردو څخه پاکستان د فشار په توګه کار اخلي او پر طالبانو خپلې خبرې مني [ البته ټیټ پوړي طالبان له دې هر څه ناخبره دي او یوازې د پاکستانۍ مدرسې د علم پر اساس هر څه په پټو سترګو د پنجابي کرنیلانو د پلانونو مطابق پر مخ وړي چې ملامت هم نه ګڼل کیږي ځکه همداسې رزل شوي او مشران یې سپین ملایکې ورته پېژندل شوي دي].

اوس به طالبان هغه څه کوي چې پاکستان یې غواړي او که یې په طالبانو کې هره ډله نه مني پر هغه بله ډله به یې ګواښي یعني د کوټې شورا به پر حقاني شبکه او حقاني شبکه به پر کوټې شورا ګواښي تر څو دواړه اړخونه غلي پاته شي او د پاکستان پلانونه پلي کړي. ځینو کسانو ته به دا یوه نمونه وي چې طالب د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې پر ډېورنډ کرښه جګړه وکړه او هغوی یې خپل دښمنان بللي دي خو په اصل کې دا پاکستان و چې قصداً یې داسې وړې جګړې رامنځته کړې تر څو طالبان و آزمویي چې تر کومه بریده د خپلو مشرانو خبره مني او تر کومه حده یې مشران د پاکستان خبره مني اوس به پاکستان د دې حالت مطابق خپله پالیسي جوړوي او پر طالب یې باور زیانمن شوی دی.
وروستۍ خبره دا کوم چې اوس به طالب له پاکستان څخه ښه ورځ ونه ويني نو په کار ده چې طالبان له خپل هغه علم څخه ګټه واخلي چې دا شل کاله یې په پاکستان کې د افغانستان د ورانولو لپاره زده کړی دی او د دې تر څنګ باید د خپلې بقا لپاره له ټولو افغانانو جوړ حکومت رامنځته کړي چې په ګډه د پاکستان له شر څخه د یوه قوي او خپلواک افغانستان په توګه ځان خلاص کړي.

خلیل الرحمن امید

Comments are closed.