The news is by your side.

پاکستان له زندانونو ۵۳۰ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته ستانه شول

د پاکستان حکومت وايي د سند ايالت له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۳۰ افغان کډوال چې د بند موده يې پوره شوې وه ازاد او خپل هېواد ته ولېږل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد پرون ناوخته وويل چې د دغو کډوالو له ډلې ۵۴ ښځې او ۹۷ ماشومان وو چې د رالېږدولو لپاره يې د لارې او خوراک څښاک مصارف پاکستان کې د دوی د سفارت د قونسلګرۍ له لوري ورکړل شوي.

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ټوېټر د دغو زندانيانو د خوشې کولو لپاره د پاکستان له اقدام هرکلی کړی او د پاکستان له حکومت يې غوښتي چې د دوی په زندانونو کې پاتې نور بند افغان کډوال هم را خوشې کړي.

د راپورونو پر بنسټ اکثره افغان کډوال پاکستان ته د ناقانونه تګ او ويزې نه لرلو له کبله نيول شوي وو چې څو مياشتې بند پرې اوښتی.

زيات شمېر افغان کډوال د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو او په سيمه ایزه کچه د مدافع وکيلانو په هڅو راخوشی شوي دي.

پاکستان کې د افغان زندانيانو مدافع وکيله منيزه کاکړ وايي لا هم سلګونه افغانان د کراچۍ په ځينو زندانونو کې بنديان دي چې د راخوشی کولو لپاره يې هڅی روانی دي.

طالبان د هر افغان کډوال په ازادېدو ادعا کوي چې دا زموږ پر هڅو ازاد شول خو په پاکستان کې بند کډوال وايي د طالبانو د حکومت له لوري يې هېڅ پوښتنه نه ده شوې او يوازې مدافع وکيله منيزه کاکړ ده چې د کډوالو د خوشې کولو لپاره يې له هڅو او کار کولو لاس نه دی اخيستی.

Comments are closed.