The news is by your side.

پاکستان اقتصادي بحران: چارواکي يې له دغه هېواده خپله پانګه وباسي؛ خلک يې له قحطۍ سره مخ دي

په پاکستان کې يو ځل بيا د خوراکي توکو د کمښت او بيو د لوړوالي له کبله د خلکو شکايتونه زيات شوي.

د پاکستان په زيات شمېر سيمو کې د اوړو بحران رامنځته شوی، په پېښور کې يوه ډوډۍ په ۳۰ او پنجاب کې ۴۰ کلدارې ته پورته شوې.

په ورته مهال د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار د سعودي عربستان په ګډون له يو شمېر خواخوږو هېوادونو د مرستې او پور ورکولو تمه ښودلې ده.

د پاکستان د ماليې وزير ويلي تمه لري چې د سعودي عربستان په ګډون نور خواخوږي او دوست هېوادونه يې لاسنيوی وکړي او نوي پورونه ورکړي.

ځينې راپورونه ښيي چې دا مهال د پاکستان چارواکي هڅه کوي د اقتصادي رکود له امله خپلې پانګې له پاکستان وباسي.

په دې وروستيو کې د پاکستان اقتصادي حالت مخ پر ځوړ روان دی او يوې ورځې بلې ته يې د پيسو ارزښت هم راټيټيږي چې ورسره په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې هم خورا لوړې شوي دي.

پاکستان دومره قرض دار دی چې اوس وخت کې هېڅ هېواد او سازمان نه د قرض اخيستلو لپاره مخ نه شي ور اړولی.

Comments are closed.