The news is by your side.

پاکستان کې اقتصادي بحران؛ له نړيوالې ټولنې ۳۰ بیلیون ډالر خيرات غواړي

په پاکستان کې اقتصادي او ماليي بحران اوج ته رسېدلی چې دغه هېواد يې د ديوالي کېدو له ګواښ سره مخ کړی دی.

د پاکستان حکومت د اقتصادي بحران د مهار لپاره له نړيوالې ټولنې د ۳۰ بيليونه ډالرو خيرات غوښتی.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف نن د خپل هېواد د اقتصادي بحران په تړاو له ملګرو ملتونو سره غونډه کوي، او ورته وايي چې په تېر کال کې سېلابونو او طبيعي افتونو ځپلي يوو، بايد لاسنيوی مو وشي.

يو شمېر افغانانو بيا نړيوالو ادارو ته ليکونه استولي او په کې ليکلي چې پاکستان ۴۰ کاله د ترهګرو په روزلو پيسې مصرف کړي، نړيواله ټولنه بايد داسې احمقانه پرېکړه ونه کړي.

په ورته مهال په پاکستان کې د اوړو کمښت له امله د ډوډۍ او نورو خوراکي توکو بيې خورا ډیرې لوړې شوي دي. چې ورسره په څنګ له دوکانونو د اوړو د بوجيو غلا ګانې زياتې شوي دي.

همدا اوس مهال په پېښور کې هم ډېر خلک د خوراکي توکو د بيو لوړوالي له کبله په لاريونونو راوتلي دي.

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار هم ويلي وو د سعودي عربستان په ګډون دې دوست هېوادونه زموږ لاسنيوی وکړي.

په پاکستان کې د اقتصادي بحران د لوړېدو له امله د دغه هېواد ډېرو چارواکو هڅې شروع کړي چې له پاکستان خپله پانګه وباسي.

پاکستان په دې وروستيو څو کلونو کې د اقتصادي اړخه سخت وځپل شو او د پيسو ارزښت يې هم سم نيم ځمکې ته را ولوید.

Comments are closed.