The news is by your side.

د پاکستان لومړي وزير خپلو شريکانو نه د مرستې لپاره لاس غځولی

د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف له دوی سره د مرستو لپاره پر خپلو شريکانو غږ کړی.

شهباز شريف وايي د درې کلونو لپاره له خپلو شريکانو څخه اته ميليارده ډالرو مرستې ته اړتيا لري.

شريف وايي سېلابونو ځپلي يوو مرستو نه عاجله اړتيا لرو.

د پاکستان لومړي وزير دغه څرګندونې نن له پاکستان سره د مرستو په اړه د جینوا کنفرانس ته په وينا کې کړي دي.

پاکستان دا مهال د اقتصادي او ماليي بحران په عروج کې دی.

تېر کال هم د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي وو چې هېوادونه ورته نور پور نه ورکوي بلکې هر چا ته چې زنګ کوي داسې فکر کوي چې بيا ترې پور غواړو.

د يادونې وړ ده چې نن هم د پاکستان بېلابېلو برخو کې نن خلکو د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي له امله لاريونونه کړي وو.

په پاکستان کې د اقتصادي بحران د لوړېدو له امله د دغه هېواد ډېر چارواکي هڅه کوي خپله پانګه له پاکستان وباسي.

پاکستان په دې وروستيو څو کلونو کې د اقتصادي اړخه زيات وځپل شو او د پيسو ارزښت يې هم په ځمکه را وغورځیده.

Comments are closed.