The news is by your side.

پاکستان وتوانېد چې ميلياردونه ډالر خيرات راټول کړي

د پاکستان د بد اقتصادي او ماليي وضعیت په ليدو ملګرو ملتونو او ځينو هېوادونو ورسره د زړه خوږۍ لپاره د مرستې ژمنه وکړه.

د اسلامي پراختيايي بانک راتلونکو دريو کلونو لپاره پاکستان سره د ۴,۲ ميليارده او اسيا پراختيايي بانک د يو ميليون ډالرو مرستې وعده کړې.

د امريکا متحده ايالتونو بيا پاکستان سره د سل ميليونه ډالرو او اروپايي ټولنې هم د لس ميليونه ډالرو مرستې خبره کړې ده.

په ورته مهال ملګرو ملتونو پرون په جنيوا کې پاکستان سره د مرستو راټولولو لپاره ځانګړی کنفرانس وکړ.

دا ټولې مرستې به په پاکستان کې د تېر کال د سختو سېلابونو له امله د ويجاړيو د بيا رغونې لپاره ورکول شي.

د پاکستان حکومتي چارواکي په دې وروستيو کې د هېواد د بد اقتصادي له امله سخت وارخطا شوي وو او بېلابېلو هېوادونو نه يې د مرستو راټولولو لپاره ګرم ګرم سفرونه کول.

پاکستان په خپلو دوستو او شريکو هېوادونو غږ کړی وو چې په دغه بحران کې بايد دوی ته لاس ورکړي او ورسره مرستې اعلان کړي.

دا مهال د پاکستان د بد اقتصادي او ماليي وضعیت له امله په دغه هېواد کې د اوړو او نورو خوراکي توکو بيې خورا ډیرې لوړې شوي دي.

Comments are closed.