The news is by your side.

نیډ پرایس: ۸۳ سلنه مؤسسو افغانستان کې خپل کارونه ځنډولي

خبریال وېبپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته ۸۳ فیصده مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه یا ځنډولي او یاهم کم کړي دي.
نوموړي په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د تالیبانو دا پرېکړه د امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو نه ده او دې چارې ۲۸ میلیونه افغانان، په ځانګړې ډول مېرمنې او ماشومان له ستونزو سره مخ کړي دي.
نډ پرایس دغه راز ویلي چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې را هیسې له افغانانو سره ۱.۱ میلیارده ډالره بشري مرسته کړې ده.
د هغه په خبره، دا اندازه پیسې د تالېبانو له لوري نه؛ بلکې د مرستندویه ادارو له لوري پر افغانانو وېشل شوې دي.
د خبریال ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، وروسته له هغې چې اسلامي امارت په نادولتي موسسو کې د مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه، نو ګڼ شمېر مرستندویه موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول؛ خو لاهم اسلامي امارت پرخپلې پرېکړې بیا کتنه نه ده کړې.
که څه هم تېره ورځ د تالېبانو د اقتصاد وزارت ویاند ویلي وو چې په دې اړه یې به ډېر ژر بیا کتنه وکړي، خو لیدل کېږي چې په دې برخه کې کوم اقدامات نه دي شوي.
تر دې وړاندې یو شمېر سرچینو خبریال ویبپاڼې ته ویلی و چې تالېبان په دې اړه په خپل منځ کې هم په یوه خوله نه دي.
بل لورته باور دا دی چې په افغانستان کې به د موسسو د فعالیتونو د درېدو له کبله ګڼ شمېر افغانان له لوږې سره مخ شي.
د خبریال ویبپاڼې د معلوماتو پر اساس، وروسته له هغې چې په افغانستان کې له غیر دولتي موسسو سره د مېرمنو پرکار بندیز ولګېد؛ نو زیات شمېر مرستندویه موسسو خپل دفترونه پاکستان ته انتقال کړل.

Comments are closed.