The news is by your side.

د افغانستان د پوهنتونونو مسوولينو او استادانو ملګرو ملتونو ته له طالبانو شکايت کړی

خبریال وېب پاڼه: د دولتي او شخصي پوهنتونونو ځینې پخوانیو استادانو، ریسانو، د جمهوريت د دورې یو شمېر وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو په ګډه ملګرو ملتونو ته د افغان اوسنیو واکمنانو د تګلارې او کړنلارې په اړه لیک لیږلی.

یاد لیک، چې یوه برخه جزیات یې خبریال وېب پاڼې ته هم په لاس ورغلي، تېره ورځ په شپږ مخونو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوترېش په نوم لېږل شو، چې په کې د نجونو د زده کړو او د مېرمنو د کار په اړه اندېښنه ښوودل شوی.

په لیک کې راغلي چې د تالېبانو پرېکړو او تګلارو پر افغانانو او په ځانګړې توګه پر مېرمنو سخت منفي اغېز کړی او په خبره یې اوس مهال د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د له منځه تللو له جدي ګواښ سره مخ دي.
لیک کې زیاته شوې چې دا اقدامات د اسلام او بشر ضد جنایتونه دي چې د ډېرو اسلامي هېوادونو له لوري هم غندل شوي دي.

د پوهنتون یو استاد چې نه غواړي نوم یې خپور شي خبریال وېب پاڼې ته ویلي، یاد لیک یې پر تالیبانو د نړیوالو د فشارونو له کبله ملګرو ملتونو ته لېږلی دی.
خبریال ویبپاڼې هڅه وکړه چې په دې اړه د تالېبانو نظر هم ولري، خو بریالي نه شوو.

تر دې وړاندې بیا یو شمېر نجونو هم ملګرو ملتونو ته ورته لیک لیکلی و.

دا لیک په داسې حال کې لیکل کېږي چې څو ورځې وړاندې کابل ته د امنې محمد په مشرۍ د ملګرو ملتونو راغلي لوړ پوړي پلاوي ویلي وو چې تالېبان باید ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.
په همدې حال کې تېره د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول جوزیب بوریل هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او د مېرمنو پر وړاندې د کار بندیزونه د هغو ژمنو خلاف عمل دی چې تالېبانو کړې وې.

Comments are closed.

koi finance