The news is by your side.

طالبانو هلمند کې د ځنګلونو وهل لا نور چټک کړل

خبریال وېبپاڼه – د افغانستان په هلمند ولایت کې وسله والو طالبانو د ځنګلي ونو وهل چټک کړي دي.

د هلمند له ولایتي ودانۍ یوه لوړ رتبه طالب خبریال وېبپاڼې ته و منل چې لښکرګاه ته څېرمه د ځنګ ونې طالبانو د سون توکو نه لرلو له کبله وهلې دي او دا سلسله روانه ده.

د ځنګلونو وهل که څه هم په نړۍ واله کچه یو غیري قانوني عمل دی خو طالبان ځکه دا کار کوي چې د سون توکي نه لري.

د هلمند ولایت د زراعت ریاست یو مامور چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي جې طالبان د ځنګلونو په اهمیت نه پوهېږي او دا علت دی چې ددوی د مشرانو په خوښه د هلمند ځنګلونه رېبل کېږي او دوی یې د سون توکو پر پار کاروي.

د لښکرګاه ښار یو بل اوسېدونکي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ځیني طالب وسله وال د ځنګلونو ونې پلوري او ځیني نور بیا خپلو خپلوانو ته ځنګلي ونې د سوغات په بڼه ورکوي.
ځایي خلک وایي که کابل کې د طالبانو لوړرتبه چارواکي ددې کار مخنیوی ونه کړي ښایي د هلمند ځنګلونه ډېر ژر له منځه ولاړ شي او لښکرګاه بیا د طبعي افاتو ښکار شي.

تر دې وړاندي له کنړ او ځینو نورو ولایتونو هم د ځنګلونو د وهلو خبرونه تر لاسه شوي وو خو اوس د سختې یخنۍ په سورت کې دا سلسله لانوره زیاته شوې ده.

Comments are closed.