د طالبانو په حکومت کې سږکال ۱۵۰ کسان د سړې هوا له امله مړه شوي دي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وايي سږ کال د جدي له شلمې نېټې را په دې خوا د سړې هوا له امله په ټول هېواد کې ۱۵۰ کسان مړه شوي دي.
د دغه وزارت مسؤولين وايي په ۲۴ ولايتونو کې د سړې هوا د څپې له امله ۱۵۸ کسان شهيدان شوي دي، ۲۲ ټپيان دي، وايي مرستندويه او د ملګرو ملتونو هېوادونه دې په دغه سخت وضعيت کې د طبيعي پېښو له امله له زيانمنو کورنيو سره اړينې بشري مرستې وکړي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزرات دا راز وايي چې د سړې هوا له امله ۷ زره څاروي هم مړه شوي دي او ان د ځينو کورنيو د بشپړ ويجاړیدو وېره هم شته.
په افغانستان کې سږ کال هوا د تېرو کلونو په پرتله ډېره سړه شوې خو سږکالپر ښځو د کاري بنديز او د خلکو د بې رزوګارۍ کچه زياته شوې او ډېری کورنۍ نه شي کولی د ژمي په دې يخو شپو کې د لوږې او سړې هوا سره مبارزه وکړي.
د طالبانو له خوا پر ښځو د کاري بنديز له امله هم ډېرو مرستندويه ادارو په افغانستان کې خپل فعاليتونه درولي دي چې له دې امله هم ډېری کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.