The news is by your side.

لر او بر ډارن ملت او د انقلاب چېغې/امنه وردګ

خبریال وېبپاڼه – په یو عجب ملت او عجبه خاوره کې زېږېدلې یم، په وینه کې داسي د انقلاب جزبه ده چې اندازه یې نشي کېدی. 

د افغانانو ټویټر او فیس بوک ته چې سر ورښکاره کړې حیران به شې چې بس یو زه پاتې یم نور نو ټول د هیواد د آزادي ‌او له خپل دښمن نه د بدل اخیستلو پر پار له کورونو وتلي دي.

دا سي انګېرې چې بس لاړل او دا ځل به قوم ته داسي بری را وړي چې بیا به ددې (غیور ملت) په وړاندي هیڅوک ونه درېږي. بس هم دا د انقلاب چېغي‌دي او د ولس د راټولولو په بهانه په لراوبر کې د جلسو او جلسونو اعلانونه دي.

په افغانستان کې شل میلیونه ښځې پر کور کښېنولې دي هیڅ نارینه ونه توانېدو چې زر(۱۰۰۰) کسان را غونډ کړي او دا احتجاج دوامداره وساتي، خو چې فیس بوک او ټویټر ته یې ورشې د جناب عالي ‌له خولې به سرې سکروټې بادېږي او داسي یو حالت به وي چې بس نور نو د دښمن د ژوند یوڅو شېبې پاتې دي.

ها خو بیا د پښتنو څلور پنځه سیاسي ګوندونه او غورځنګونه دي چې هر یو یې د میلیوني غورځنګ دعوه کوي.

عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بل پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ډي ایم ګوند، نه پوهېږم واړه واړه ګوندونه به نور هم وي.‌

دا غونډ ګوندونه له جوړېدو تر ننه بس د انقلاب نغارې ډنګوي خو نه انقلاب شته او نه هم انفلاق.

خبره د سلګونو پښتنو تر قاتل (راو انوار) پوري رایاده شوه، بره یاد شوي ګوندونه ډول وايي چې راو انوار د سلګونو پښتنو قاتل دی او عدالت خوشي کړ، اوس پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونه پیل کړي دي ‌چې راو انوار بېرته ونیول شي‌او بیا یې عدالت زنداني کړي. دې کار ته په پښتو کې ډېر بد متل شته خو نه غواړم ویې لیکم.‌

زما پوښتنه داده چې په لراوبر ستاسو په وینا غیورملت کې چې پنځه زره کلن تاریخ هم لري، فیسبوک او د واتسپ ګروپونه یې له متفکیرینو ډک دي، د توري او ټوپک له کلیمو سره یې هر بچی/ بچۍ را لویه شوې ده، خو بیا هم هیڅ نارینه پیدا نشو چې یا په افغانستان کې د لوړو زدکړو د وزیر ندامحمد او یا په کراچي کې د راو انور پر ټنډه د ټوپک خوله ورسیخه کړي.

عجبه داده پښتون لالا په پېښور کې افریدی صیب په عدالت کې وژلای شي خو راو انور ته ایمان نه لري.

پښتون لالا د حامد کرزي ورور احمد ولي خان په خپل کور کې او جنرال رازق شهید په ولایت کې وژلای شي خو د لوړو زدکړو وزیر ته ایمان نه لري.

پښتنو وروڼو خفه کېږئ به نه، تاسو پر ښځو لاس اوچتولای شئ، کمزوری تربور وژلای شئ، یتم په څپېړه وهلای شئ، خورته کنځلې کولای شئ نور نو د انقلابونو نه یاست.

هیله منظور پښتون صیب ته کېده هغه هم همداسي یو پښتون شو. په پښتون ژغورنې میلیوني غورځنګ کې چې د راو انوار د ختمولو لپاره یو پښتون تر سر تېر نشي بلا دې په دا غورځنګ شي، دا میلیوني غورځنګ صرف فیسبوکي غورځنګ دی هله به یې ومنم چې راو انوار پر ټنډه وولي.

هله به یې ومنم چې د پښتنو تر ټولو لوی ښار کراچي ‌کې لږ تر لږه زر کسان د عدالت مخته یوه اونۍ کښېنوي څو زنداني علي ‌وزیر را خوشي کړي.
دلته افغانستان کې پخوا هم اتلس سوه ګوندونه موجود وو او اوس خو غرب کې هره ورځ پنځه پنځه اعلانېږي، خو یو یې هم د لوړو زدکړو د وزیر د مخنیوي توان نه لري.
نو راشئ چې ښه په عزت ومنو چې موږ یو ډارن او وېرندوکی ملت یو چې انقلابونه په فیسبوک کې را ولو.
لیکواله: امنه وردګ

Comments are closed.