The news is by your side.

د طالبانو له لوري پر نجونو د بندیزونو لړۍ کې بل نوی بنديز!

د طالبانو له لوري پر افغان نجونو او ښځو د بنديزونو لګولو په دوام کې يې دا ځل پر نجونو بل نوی بنديز ولګاوه.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د هېواد ټولو خصوصي پوهنتونونو ته په خطاب خبرتيا خپره کړې او تر امر ثاني يې نجونو ته د داخلې يا شموليت نه ورکولو امر کړی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو غوښتي چې تر دويم امر پورې له نجونو د کانکور ازموينه وانخلي او نه هم د زده کړو لپاره ثبت نام ورته وکړي.

طالبانو په خبرتيا کې ويلي چې له دغه امر هلکان مستثنی دي او هغوی ته د لېسانس او ماسټرۍ برخه کې د ثبت نام ورکولو لپاره کوم مشکل نشته.

د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهيسی د دغې ډلې له لوري په تدريجې ډول پر افغان نجونو او ښځو بنديزونه لګول کيږي.

د تېر ۲۰۲۲ کال په دېسمبر مياشت کې يې د نجونو پوهنتونونه بند کړل او په غير دولتي موسسو کې يې ښځې له کار کولو منع کړې چې دا کار يې له پراخ غبرګونونو سره مخ دی.

پر نجونو او ښځو د طالبانو له لوري بنديزونو خلک هم په غوسه کړي دي او وايي دوی ځکه نه غواړي نجونې زده کړې وکړي او افغان ښځې لوستي اوسئ چې بيا د دوی په څېر طالبان، ورانکاري او د ابادۍ دوښمنان نه زېږوي.

د نجونو د ښوونځيو، پوهنتونونو او پر ښځو د کاري بنديز لېرې کولو له امله خلکو له طالبانو غوښتنې وکړې او ځای ځای لاريونونه وکړل خو طالبانو تر اوسه د خلکو دغې مشروع غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او نه يې هم کوم اقدام کړی دی بلکی ورځ تر بلې نجونې او ښځې محدودوي او په کور کوي يې.

Comments are closed.

koi finance