The news is by your side.

په درواغو نه کیږی!

نړيوال بانک تيره ورځ د ملا صاحبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان د اقتصادي مالي او معيشتي وضعيت په اړه خپل راپور خپور کړ،

سره له دې چې دا راپور له ډیرو محاسباتو نيمګړتياوو سره مخ دی د راپور پایلې ئئ د افغانستان په موجود اقتصادي او معيشتي وضعيت کې اصلاً د احساس او درک وړ نه دي. په دې راپور کې يواځې په درې برخو کې د افغانستان اقتصادي وضعیت مثبت ارزول شوي او نورو ټکو ته ئی اشاره نه ده کړې او دغه نور پيوندونه ملا صاحبانو ور اضافه کړي.

لومړي: د افغانیو د ارزښت ساتل او د پیسو له پړسوب مخنيوي
دويم:د عوايدو زياتوالي چې عمده برخه ئی ګمرکي عوايد جوړوي.
دريم:د صادراتو زياتوالي چې د صادراتو لويه برخه ۶۰ سلنه پر پاکستان تکيه کوي، پاتې نور ئی هندوستان او ځينو نورو هيوادونو ته ترسره شوي.

لومړي خو د افغانیو ارزښت ثبات او پولي سياست ملا صاحبانو د اکوړه خټک ميرانشاه او کوټي د مدرسو پر زور او ظرفیت ندي ساتلي بلکې دا کار د هغو ۴۰‌ ميليونه ډالريزو کڅوړو نتيجه ده چې هره اونۍ هیواد ته راليږل کيږي چې د هيواد دننه د پيسو په بازار کې ئې د ډالرو د کمښت مخه نيولې او د‌ افغانیو د لا زيات بی ارزښته کيدو کې ئې د پام وړ رول لوبولی.

دوهم د عوايدو زياتوالي دا کار هم د ملا صاحبانو د دولتي دستګاه د کیفیت ژمنيتا او د فساد د نشتون له امله ندی چې د يوه مثبت او اداري او مسلکي تحول په سترګه دی ورته وکتل شي، دا کار د ملا صاحبانو د هغو ملا ماتونکو مالياتو او ټکسونو پايله ده چې په هرو سلو افغانيو کې دیرش افغانی په وچ او ناروا زور درنه غواړي او دا چاره ئی په ګمرکونو ټرانسپورټ او تجارتي برخو کې په بيساري ډول زياته کړې.

دريم د صادراتو د‌ زياتوالي يواځني عمده دليل په پاکستان کې د‌ طبيعي افتونو له امله رامنځته شوې بحرانونه وه چې پاکستان ئی د کرنې صنعت انرژۍ او‌ زيربنايي برخو له سختو زيانونو‌ سره مخ کړ او په هغه وخت پاکستان ته د افغانستان په څير ارزانه او اسانه محصولات او اقلام په بيړني توګه په لاس نه ورتلل نو همدا دليل وه چې پاکستان په افغانستان کې موجود‌ زراعتي اقلام او محصولات خپل هيواد ته صادر‌ کړي تر څو د خپلو خلکو بيړني اړتياوي پري رفع کړي، کچيري پاکستان له دغه طبيعي افتونو سره مخ شوي نه وي نو په‌ دومره پیمانه‌ واردات ئی له افغانستانه‌ نه کول ځکه له افغانستانه پاکستان ته صادر شوي زياتره کرنیز محصولات پخپله په پاکستان کې هم د کښت وړ دي،

کنه نو تاسو خپله يوه ارزيابي وکړي دا دومره راټول شوي عوايد چيرته ځې؟ په کوم برخو کې مصرفيږې؟‌ په کوم ځای کې ساتل کېږي؟ ولې خلکو ته د شفافيت په اړه معلومات نه ورکول کېږي؟ ولي ددغو راټول شويو عوايدو اثرات د‌ افغانانو په تش نس/خيټه کې نه محسوسيږې؟ ولې ددې عوايدو په راټولولو سره د افغانستان اقتصادي وضعیت پرمختګ نکوي؟ ولي هره ورځ د ولږې بيکاري بيوزلې او فقر کچه لوړیږي؟ او يا هم د افغانیو د ارزښت په ساتلو سره ولي په هيواد کې د خوارکي او غير خوراکي توکو بيې نه ټيټيږې؟ او ورځ تر بلې پورته روانې دي؟

ملا صاحبان چې د نړيوالو ادارو لخواه د وضعيت د خرابيدو هر راپور او څيړنه پخپلو چارواکي کې مداخله درواغ او د خپل نظام کمزورول ګنې خو د نړيوال بانک دغه له کمويو او‌ ابهامه د ډک راپور هر کلي ئی کړی او له خوشحالۍ ورته چکچکې وهئ.

اکثره وختونه نړیوالې ادارې او بنسټونه ځينو خلکو او ډلو‌ ته د کاذب او دروغجن شهرت په ورکولو سره په نړئ کې د هغوي د محبوبیت په لټه کې وي تر څو نړۍ ورسره تعامل ته تشویق کړي او د قدرت لړي لا ئی پسې اوږده کړي.

زمان

Comments are closed.

koi finance