پېښور: د پوليسو په جومات کې ځانمرګي برید له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې

د‌ خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ښار پوليس لاينز سيمه کې په يوه جومات کې د بمي چاودنې له امله سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا يو ځانمرګی برید وو چې د پوليسو د لمانځه پر مهال رامنځته شو‌.

د خبريال وېب پاڼې د معلوماتو له مخې دا جومات د پوليسو په يوه کالوني کې دننه دی او ځانمرګی بريدګر هم د پوليسو په لباس کې جومات ته دننه شوي وو.

د پېښې له ځايه سرچينو خبريال وېب پاڼې ته ويلي چې تر دې دمه د بريد له امله ۲۹ تنه وژل شوي او او ۱۰۳ ټپيان دي.

روغتيايي مسوولين وايي لا هم ټپيان روغتونونو ته ور وړل کيږي چې د ځينو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.

پاکستاني پوليسو ويلي چې د جومات يوه برخه هم نړیدلې او امکان دې ولري چې څو کسان تر خاورو لاندې هم شوي وي.

تر اوسه د دغې بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو په دې وروستيو کې په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي له لوري چريکي بريدونه، هدفي وژنې او ځانمرګي بريدونه زيات شوي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More