fbpx

په افغانستان کې د زېږون پر مهال هره ورځ ۱۲ مېرمنې مري

د زېږون پر مهال د پرمختللیو وسایلو د نه شتون له کبله په هر دوو ساعتونو کې دوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي .

ملګرو ملتونو په یوه نشر شوي راپور کې اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د کورنۍ د ودې چټک پر مختګ روان دی او د زېږون پر مهال د عصري وسایلو د نه شتون په وجه په هرو دوو ساعتونو کې کې دوه مېرمني مري .

په راپور کې راغلي دي چې په ټوله نړۍ کې هره ورځ ۸۰۰ مېرمنې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي ، خو یوازې په افغانستان کې د ورځې ۱۲ مېرمنې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي ، چې د دوی اندېښنې یې را پرولې دي .

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم مني چې افغانستان د نفوس د چټک ودې سره مخ دی او په خبره یې که دا وده تر راتلونکې ۲۴ کلونو پورې دوام وکړي نو د افغانستان نفوس به دوه برابره شي .

دغه وزارت وايي چې دوی د کورنۍ د تنظیمولو لپاره ځانګړې څانګه لري ، تر څو د نفوس د چټکې ودې مخه ونیسي ، دوی بیا په نړیوالې ټولنې هم غږ کوي ، چې په دې عرصه کې له دوی سره مرستو ته دوام ورکړي .

روغتیايي کارپوهان د مور او ماشوم د مړینې د کچې زیاتوالی په لرو پرتو سیمو کې نا امني او روغتیايي مرکزونو ته د دوی نه لاسرس په ګوته کوي ، دوی همدارنګه وايي چې په ځینو مواردو کې سنتي کورنۍ په قصدي توګه نه غواړي چې خپلې مېرمنې د زېږون پرمهال روغتیايي مرکزونو ته بوځي او د زېږون پر مهال کلیوالو مېرمنو ته مراجعه کوي .