پېښور کې تر خونړي برید وروسته پاکستان افغانستان کې د ټي ټي پي خلاف د عملياتو خبر ورکړ

پېښور کې د پروني خونړي بريد‌ وروسته د پاکستان حکومت افغانستان کې د ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان پر خلاف د عملياتو خبر ورکړی.

د پاکستان پوځ له خپلې دې پرېکړې د طالبانو حکومت ته هم خبر ورکړی دی.

خبريال وېب پاڼې ته طالب سرچینو ویلي چې پاکستان ورته پرون له بريد وروسته ويلي چې هغوی به د ټي ټي پي پر ضد عملیات کوي.

طالبان وايي په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د دوی مشر ملا هیبت الله کوي.

په ورته مهال د پاکستان د دفاع وزیر طالبانو ته په اشارې ويلي چې خپله خاوره دې د پاکستان پر ضد کارېدلي ته نه پرېږدي.

نوموړی وايي طالبان د دوحې د تړون پر اساس مکلف دي چې افغانستان د نورو پر ضد کارېدلو ته پرې نه ږدي خو د ناټو او امريکا ځواکونو له وتلو وروسته ترهګرو پاکستان ته مخه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د پاکستان په پېښور ښار کې پوليس لاينز سيمه کې په يو جومات کې پر پوليسو ځانمرګی برید وشو چې په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.

د نړيوالو سره سره د طالبانو حکومت هم په جوماتونو کې بريد کول غندلي او دا يې حرام بللي دي په داسې حال کې چې دغې ډلې هم د جمهوريت پر مهال په جوماتونو، ښوونځيو او عامه ځايونو کې چريکي او ځانمرګي بريدونه کول.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More