The news is by your side.

د طالبانو حکومت اعتراف کوي چې په واکمنۍ کې يې زرګونه ملکیان وژل شوي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعتراف کوي چې د دوی د واکمنۍ له پيل راهيسی تر دې دمه زرګونه ملکیان وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستيال وياند ويلي تېر يو کال کې په هېواد کې ۱۵۹۰ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس په راپور کې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د وياند له قوله یې لیکلي راغلي چې په دغو وژنو کې د دوښمنۍ، ناموس او نورې مرموزې وژنې شاملې دي.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو وزرات په دې موده کې د ځان وژنې سلګونه پېښې هم ثبت کړئ چې شمېر يې ۳۶۰ ته رسيږي.

د ياد وزارت مرستيال وياند ويلي د وژنو په تړاو يې څه باندې ۱۸۰۰ کسان نيولي دي.

په ورته مهال د طالبانو حکومت د نړيوالو بشري حقونو بنسټونو له نيوکو سره هم مخ دی او وايي چې د دوی په حکومت کې د دوی په امر له قانون بهر او پرته له محاکمې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۲م کال په راپور کې هم راغلي وو چې د طالبانو حکومت د تېر حکومت امنيتي ځواکونه هم په پرلپسې ډول نيولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

د طالبانو د حکومت له پيل سره دغې ډلې د پخواني حکومت ټولو کارکوونکو او امنيتي ځواکونو ته د عمومي عفوې اعلان وکړ خو د عمومي عفوې سره سره هم طالبانو امنيتي ځواکونه ونيول، شکنجه او ويې وژل.

لا هم په افغانستان کې د پخواني حکومت ډېر شمېر امنیتي ځواکونه بند پاتې دي چې د خپل سر د خونديتوب په اړه اندېښنه لري.

Comments are closed.