The news is by your side.

د طالبانو وزير متقي په پاکستاني چارواکو زړه يخ کړ

 طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي په پېښور کې د وروستي خونړي برید په اړه د پاکستاني وزيرانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ترهګر بله افغانستان نه پر دوی بريدونه پلانوي.

نوموړي نن د معتادينو د يوه روغتون د پرانيستې په غونډه کې د خبرو پر مهال په پاکستاني چارواکو هم خپل زړه ور يخ کړ.

متقي د پېښور بريد ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په دې شلو کلونو کې يې داسې بم، ځانمرګی واسکټ ونه ليده چې د چاودنې پر مهال دې د جومات چت هم والوزوي او په سلګونه خلک دې هم له ځان سره والوزوي.

نوموړی وايي د بريد په اړه دې سمه پلټنه وشي او افغانستان ته دې د ملامتۍ ګوته نه نيول کيږي.

امير خان متقي زياته کړې چې د پاکستان له وزيرانو هيله کوو چې د خپل بام واورې دې په نورو نه اچوي او سمه پلټنه دې وکړي ځکه دا امکان نه لري چې يو ځانمرګي بمي واسکټ دې دومره لوی تخريب وکړي.

وړمه ورځ په پېښور کې د پوليس لاينز سيمې د پوليسو په يو جومات کې ځانمرګي برید له امله سلګونه تنه ووژل شول او ټپيان شوي.

د دغه بريد په اړه تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په خپل بيان مې وويل چې بريد دوی نه دی کړی او په مذهبي ځايونو کې يې و ته بريدونه حرام بللي وو.

خو پاکستاني چارواکو په دې اړه افغانستان پر کړی چې ګواکې له دې ځايه ترهګر بريدونه ور پلانوي.

Comments are closed.

koi finance