The news is by your side.

پاکستان وروستيو بريدونو وارخطا کړی؛ د پېښور د بريد په تړاو يې ۲۳ شکمن نيولي دي

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د وروستیو ترهګريزو بريدونو له امله وارخطا دی او نه پوهيږي چې په چا شک وکړي.

پاکستاني چارواکي وايي د پېښور د وروستي خونړي بريد په تړاو يې ۲۳ شکمن کسان نيولي دي.

د فرانسې خبري آژانس ته د پاکستان يو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په صورت کې ويلي چې د نيول شويو شکمنو کسانو نومونه نه افشا کوي. او په دې اړه به هم پلټنې کوي چې د پوليسو له منځه چا د ځانمرګي بريدګر سره همکاري کړې که نه.

په ورته مهال د پېښور اوسېدونکيو د خپل ژوند د خونديتوب په اړه د فرانسې خبري اژانس سره خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

د پېښور د پوليس لاينز سيمې اوسېدونکي حيران او اندېښمن دي چې يوې داسې سيمې ته چې سخت امنيت تدابير نيول کيږي څنګه کېدی شي چې ځانمرګی له ډېرو امنيتي چېک پواينټونو تېر شي او يو جومات ته دې ننوځي او ځان نه دې چاودنه ورکړي.

دا هغه پوښتنه ده چې ډېر خلک يې د ځواب په اړه حيران دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي هم پرون په يو غونډه کې د پېښور د بريد په تړاو وويل چې امکان نه لري بريد د يوې ځانمرګي واسکټ يا بوشکې د بم په واسطه رامنځته شوی يې ځکه يادې چاودنې دومره زورورې نه وي چې د جومات دې هم والوزوي.

ځينې شننونکي هم وايي چې د پېښور په بمي بريد کې عادي باروت نه وو استعمال شوي او هغه ډول باروتو ته هر څوک او هره ترهګره ډله رسی نه شي لرلي.

د يادونې وړ ده چې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي کسانو د دغه بريد مسوليت نه دی منلی او غندلی يې دی خو پاکستاني چارواکي بيا هم ټي ټي پي ته ګوته نيسي او په دې اړه د افغانستان خاوره او‌ د طالبانو حکومت هم ملامتوي چې ګواکې ټي ټي پي نه يې ځای ورکړی او له هغه ځايه په پاکستان بريدونه تنظيموي.

Comments are closed.