The news is by your side.

طالبانو د پوهنتون معترض استاد مشعل نيولی او ورک کړی دی

نن مازديګر د پوهنتون معترض استاد مشعل د طالب ځواکونو له خوا نيول شوی او نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.

خبریال وېبپاڼې ته عیني شاهدانو وویل چې د استاد مشعل د نیول کېدو پر مهال طالبانو هغه وهلی او تذلیل کړی دی.‌

تر اوسه معلومه نه ده طالبانو کومې ډلې نیولی دی؛ خو خلک وايي طالبانو ته په کار دي چې استاد ژر تر ژره خوشي کړي. سوله ایز احتجاج د هر افغان انساني؛ افغاني او اسلامي حق دی.‌

دوی وايي هیله ده دا خبر هر افغان خپور کړي‌ او د استاد مشعل د خوشې کیدو لپاره مبارزې وکړي څو طالبان مجبور شي چې د نجونو د مکاتبو د خلاصون غوښتونکی استاد را خوشي کړي.‌

استاد مشعل چې نژدې يوه نيمه مياشت وړاندې یې د نجونو د پوهنتونونو تړل کېدو په تړاو په اعتراض کې يې په طلوع نيوز کې د ژوندۍ خپرونې پر مهال خپل تحصيلي اسناد څيرې کړل په دې وروستيو کې په يو لاس ګاډي د تعليم په اړه د شعارونو ورکولو سره جوخت کتابونه هم پلورول.

طالبانو تر اوسه د استاد مشعل د نيول کېدو په تړاو څه نه دي ويلي خو په دې وروستيو کې طالبان هر هغه کسان نيسي چې د دوی د فرمانونو او کړنو په غبرګون کې سوله ايز احتجاجونه کوي.

Comments are closed.