صالح د پاکستاني سفير ته په غبرګون: تاسو خو د لوړو زده کړو په نوم ترهګر روزئ

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې سخت ځواب ورکړ.

نوموړي پاکستان ملامت کړ چې د افغانستان له حالاتو غلطه ګټنه کوي او د ای اېس ای ډ څارنې لاندې يې په مدرسو کې افغان ځوانان چې اکثريت يې پښتانه وو د ديني او عصري زده کړو په نوم برعکس وروزل چې اشاره يې د ترهګرو روزلو ته وه.

چهارشنبه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د پاکستان سفير منير اکرم وويل چې د طالبانو له لوري د ښځو د زده کړو د بنديز موضوع مذهبي ريښه نه لري بلکې د پښتنو له کلتور نه سرچينه اخلي. چې ښځو ته په کور د کېناستو امر کوي.

د منير اکرم په ځواب کې په ملګرو ملتونو کې د‌ افغانستان استازي نصير احمد فايق ويلي، د ښځو د زده کړو بنديز د افغانستان هېڅ قوم پورې تړاو نه لري بلکې دا د طالبانو د فرهنګ برخه ده. پښتانه خو له ډيورنډ کرښې ها خوا هم شته چې زده کړې او پرمختګ غواړي خو دا طالبان وو چې شل کاله يې مکتوبونه سېځل.

د منير اکرم څرګندونې په لر او بر او به د افغان فعالانو او پخوانيو سياسيونو له لوري له توندو غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.

په ورته مهال د منير اکرم څرګندونو ته د نوبل جايزې ګټوونکې ملالې يوسفزۍ، د نوموړې پلار ضياء الدين يوسفزي، د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو او افغانستان پخوانيو سياسيونو غندلې او غبرګونونه يې ورته ښودلې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More