The news is by your side.

پاکستان لومړی وزير: اقتصادي ستونزو مجبور کړي يوو د‌ پيسو نړيوال صندق سخت شرایط ومنو

د‌ پاکستان لومړي وزیر وايي د اقتصادي بحران او پيسو انفلاسيون له کبله مجبور يوو چې د پيسو نړيوال صندق سخت شرايط ومني.

نوموړي پرون جمعه پېښور کې د ملکي او پوځي مشرانو د ګډې غونډې پر مهال وويل چې د پيسو نړيوال صندق ورته له تصور لېرې سخت شرايط اېښي خو مجبور يوو چې ويې مني.

پاکستان له ای اېم اېف يا پيسو نړيوال صندق څخه ۶,۵ ميليارده ډالر پور غوښتی خو ياد نړيوال صندق ورته ويلي چې په هېواد کې يې بايد د ګازو، تېلو او خوراکي توکو بيې کړي چې وار له مخه په پاکستان کې د توکو بيې لوړې شوي خو حکومت يې وايي که له دې يې هم لوړې کړي خلک به له لوږې او قحطۍ سره مخ شي او وبه نه شي کولی چې لومړنۍ اړتياوې پوره کړي.

د پاکستان روپۍ کلدارې په دې وروستيو ورځو کې نوره هم پر ځمکه را ولوېده او په مرکزي بانک کې يې د اسعارو زېرمه ۳,۰ ميليارده ته راښکته شوې چې د څو اوونيو لپاره ورته کفايت نه کوي.

تازه د پاکستان مرکزي بانک ويلي هم ويلي چې له خزانې يې ۵۹۲ ميليونه ډالر نور هم کم شول او ۳ ميليارده او ۹۰ ډالر پاتې دي.

د پاکستان حکومت په دې وروستيو کې د خپل اقتصادي بحران د مهار لپاره نړيوالو ته څو څو ځل لاس اوږد کړ خو چا يې تر اوسه لاسنيوی نه دی کړی.

Comments are closed.