ملګروملتونو کې د پاکستان سفير د خپلو څرګندونو په اړه له پښتنو بخښنه وغوښته

ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير منير اکرم د پښتنو په اړه د خپلو وروستيو څرګندونو له امله بخښنه وغوښته.

نوموړي په خپل ټوېټر ليکلي چې زده کړو ته د نجونو نه پرېښودل نه اسلامي دي او نه هم د پښتنو په کلتور کې دي، وايي خبرې مې سمې نه دي تعبير شوي او په دې توګه يې بخښنه هم غوښتې ده.

نوموړي چهارشنبې په ورځ په نيو یارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې ويلي وو چې زده کړو ته د نجونو نه پرېښودل مذهبي ريښه نه لري بلکې د پښتنو له کلتور سرچينه اخلي چې ښځو ته په کور د کېناستو امر کوي.

د منير اکرم د څرګندونو ځواب ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصير احمد فايق ورکړ او ويې ويل چې د ښځو د زده کړو بنديز د افغانستان هېڅ قوم پورې تړاو نه لري بلکې دا د طالبانو فرهنګ وو او دی چې شل کاله يې مکتوبونه سېځل.

د پاکستاني سفير منير اکرم څرګندونې په لر او بر او بهر کې هم د پښتنو فعالانو له خوا له تندو غبرګونونو سره هم مخ شوې وې او نوموړی يې له امله په پېښور کې احضار شوی هم وو.

منير اکرام پرون د خپلو څرګندونو له امله له پښتنو بخښنه وغوښته.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More