The news is by your side.

د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف په مړينه د پاکستان پوځ خواشيني

د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف نن په دوبۍ کې د ۷۲ کلونو په عمر د ور پېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

د پاکستان پوځ نن يکشنبه د نوموړي په مړينه د يوې اعلاميې په خپرولو خواشيني ښودلې او د ټول پوځ په استازيتوب يې تسليت وړاندې کړي.

پروېز مشرف په ۱۹۹۹ زېږديز کال کې د يوې سوله ایزې کودتا له لارې واک تر لاسه کړ او تر ۲۰۰۸ کاله پورې د پاکستان د ولسمشر په توګه په واک کې وو.

مشرف هم د افغانستان د تېرو حکومتونو له لوري تورونه وو چې د طالبانو او القاعده ډلې ملاتړ کوي همدا راز پر امريکا د سپټمبر د يوولسمې بريد داسې مهال وشو چې مشرف په واک کې وو.

پر نوموړي په دې وروستيو کلونو کې د خيانت تورونه وو او د محکمې له خوا مجرم هم پېژندل شوی وو. او د حکومت له خوا ممنوع الخروج اعلان شوی وو خو په ۲۰۱۶ کال کې د ناروغۍ د درملنې لپاره په ضمانت متحده عربي اماراتو ته انتقال شوی وو.

د مشرف د کورنۍ په خبره چې پخواني ولسمشر مشرف د اميليوډوسېس ناروغي لرله.

دروغتيا پالانو په وينا ياده ناروغي ساري ده چې اخته کس يې له امله په بدن کې د ماليکيولونو له کمښت سره مخ کيږي.

Comments are closed.