The news is by your side.

ترکيه او سوريه کې خونړۍ زلزله؛ څه باندې ۶۰۰ تنه مړه شوي

نن سهار په ترکيه کې د زلزلې د سختو ټکانونو له امله چې د دغه هېواد ځينې ګاونډي هېوادونه يې هم لړزولي درنه مرګ ژوبله رامنځته کړې.

نړيوالو رسنيو تر دې دمه په ترکيه او سوريه کې د څه باندې ۶۴۱ تنو مړينه تاييد کړې. او داسې ويل کيږي چې امکان لري سلګونه تنه د نړېدلو ودانيو لاندې هم ايسار وي.

يوازې په ترکيه کې له ۲۸۴ تنه ډېر مړه شوي او شاوخوا ۱۷۰۰ ودانۍ نړېدلي دي، بل خوا بيا نړيوالو رسنيو په سوريه کې له ۲۳۰ تنو ډېرو د مړينې او ۳۳۴ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی. چې لا هم د مړينې کچه د ډېرېدو په حال کې ده.

د ترکيې چارواکي وايي د زلزله ځپلو د ژغورلو او مرستو لپاره نژدې ۲۸۰۰ ډلې په کار لګيا دي.

په دغه زلزله کې زرګونه کسان ټپيان شوي هم دي او لا هم ځينې د نړېدلو ودانيو لاندې پاتې دي.

د ترکيې په يو شمېر ښارونو کې د بلاګونو استوګن له خپلو کورونو وتلي، د پارکونو او هوارو ځمکو شاوخوا کې د زلزلې د نويو ټکانونو له وېرې منتظر دي.

د ترکيې سره ګاونډيو او ځينو سيمو هېوادونو د بېړنيو مرستو خبر ورکړی.

د امريکا د جيولوژيکي سروې ادارې ويلي دغه زلزله د ریښتر په کچه ۷,۸ درجې وه چې مرکز يې د ترکيې په غازي عينتاب کې وو چې سوريې سره په ۹۰ کيلو مټرۍ کې پرته سيمه ده.

Comments are closed.